د کاردان پوهنتون غوره محصلین وستایل شول

کاردان پوهنتون، د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو تحصیلي څانګو ۹۶ هغه غوره محصلین، چې د ۱۳۹۸ کال په پسرلني سمسټر کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وې؛ د تحصیلي بورسیو او ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل.

په همدې تړاو د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون د عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني، علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني، د پوهنځیو د رییسانو، غوره محصلینو او د هغوی د کورنیو په ګډون لویه غونډه جوړه شوې وه.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني غوره محصلینو ته په خطاب کې وویل: «د کاردان پوهنتون یو تر ټولو مهم پروګرام چې په کال کې دوه ځله جوړېږي، د غوره محصلینو د ستایلو پروګرام دی. غوره والی ستونزمن کار دی او د غوره کسانو په ډله کې راتلل بیا ځانګړی لذت لري. اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۶۹ دولتي او خصوصي پوهنتونونه فعالیت کوي، چې د دوی له منځه کاردان تر ټولو غوره پوهنتون دی او تاسو بیا د دې غوره پوهنتون، غوره محصلین ټاکل شوي یئ، چې واقعاً یوه لویه لاسته راوړنه ده او ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وايم.»

ښاغلي رحماني زیاته کړه: «په کاردان پوهنتون کې ټول بااحساسه، فعال او باانرژي ځوانان لوړې زده کړې کوي، خو د ۵۶۰۰ محصلینو له مینځه چې موږ تاسو ټاکلي یئ، حتماً یو ځانګړی دلیل لري، تاسو په یوه بله انګېزه کاردان ته راځئ، تاسو به هغه کسان یئ چې د نورو لپاره به لاسته راوړنې ولرئ او موږ به ستاسو دا ویاړ له تاسو سره تل په ګډه نمانځو. د غوره محصلینو په توګه ستاسو ټاکنه یوه لویه بریا ده، چې تاسو، ستاسو کورنیو، ملګرو او دوستانو ته یې مبارکي وایم.»

د کاردان پوهنتون د مالي مرستو او تحصیلي بورسیو دفتر په پام کې لري، چې د یادو غوره محصلینو له ډلې ۴۰ هغو ته، چې تر ټولو لوړې نمرې یې اخیستي وي، تحصیلي سکالرشیپونه هم ورکړي.

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو ډیپارټمنټ یو تن محصل، عمر ساپی، چې د غوره محصلینو په ډله کې راغلی وايي: «ما تر اوسه ډېر ستاینلیکونه اخیستي دي، خو نن په دې خوښ یم چې د کاردان پوهنتون د غوره محصلینو په ډله کې راغلی یم. د کاردان پوهنتون له رهبري پلاوي مننه کوم، چې د محصلینو د لاسته راوړنو او د هغوی د زیار ایستلو د قدرداني په موخه داسې مهمې غونډې جوړوي.»

د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د وروستي سمسټر محصله ساره د غوره محصل د ایوارډ ګټلو له امله خورا خوښه وه. هغې وویل: «زه نن ډېره خوشاله یم، چې زما هڅو نتیجه ورکړه او ومې کړای شول ښې نمرې ترلاسه کړم. کاردان د هېواد تر ټولو غوره پوهنتون دی او ما دلته د څلور کلنو زده کړو په ترڅ کې ډېر څه زده کړي. زموږ د استادانو او د پوهنتون د مشرتابه هڅونې او د داسې تشویقي پروګرامونو جوړول سبب شوي، چې موږ خپلو درس ویلو او زیارګاللو ته ادامه ورکړو او د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.»

د محصلینو والدینو هم چې د خپلو اولادونو د ستاینې او هڅونې په موخه یې یاده غونډه کې برخه اخیستې وه، د کاردان پوهنتون له مشرتابه او استادانو مننه وکړه، چې د دوی د اولادونو د هڅونې او د هغوی د لاسته راوړنو د نمانځلو په موخه داسې پروګرامونه جوړوي او هغوی ته یې د غوره او باکیفیته زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې کاردان پوهنتون د هر سمستر په پای کې د د بېلابېلو تحصیلي څانګو د غوره محصلینو د ستاینې، هڅونې او له هغوی سره د مالي مرستو په موخه د غوره محصلینو ستاینغونډه جوړوي.

دې پوهنتون دغه راز، په ۱۳۹۷ کال د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت شاوخوا ۱۵۰۰ محصلینو او په ۱۳۹۸ کال کې د ۳۴ میلیونو افغانیو په ارزښت نژدې ۲۴۰۰ محصلینو ته تحصیلي بورسیې ورکړي.