کاردان پوهنتون په آنلاین بڼه خپل غوره محصلین وستایل

کاردان پوهنتون، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د رامنځ ته شوي ننګونکي چاپېریال په ترڅ کې خپل یو مهم پروګرام، چې د غوره محصلینو ستاینغونډه ده، په آنلاین بڼه جوړ کړ.

د غوره محصلینو ستاینغونډه نن چهارشنبه د روان ۱۳۹۹ کال د غويي میاشتې په ۱۷ مه د زوم اپلېکشن پرمټ د کاردان پوهنتون د علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني، اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت، د پوهنځیو د رییسانو، د ډیپارټمنټونو د آمرینو او غوره محصلینو په ګډون په آنلاین بڼه جوړه شوه. په دې غونډه کې د نهو بېلابېلو تحصیلي څانګو ۷۲ تنه هغه محصلین، چې د ۱۳۹۸ کال په خزاني سمسټر کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وې؛ د تحصیلي بورسیو او ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.

د کاردان پوهنتون علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني محصلینو ته په خطاب کې وویل:« د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریاوو له امله، چې د ۱۳۹۸ کال په خزاني سمسټر کې په خپلو هڅو لوړې نمرې ترلاسه کړي ټولو محصلینو، د هغوی کورنیو او د پوهنتون علمي غړو ته مبارکي وایم.»

مېرمن رحماني زیاته کړه، د کوویډ-۱۹ ننګونکي چاپېریال له امله پر دې ونه توانېدو، چې دا پروګرام په حضوري ډول جوړ کړو، خو د خوښۍ ځای دی چې ومو کړای شول په آنلاین بڼه یې جوړ کړو. دغه راز، ژمن یو او هڅه کوو، چې دا ډول ستونزې د محصلینو د زده کړو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي او له همدې امله ویاړو، چې د خپلو محصلینو لپاره مو د آنلاین زده کړو آسانتیاوې برابرې کړې دي.

آغلې رحماني وړاندې وویل، کاردان پوهنتون له افغانستان څخه لومړنی پوهنتون شو، چې د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د ۲۰۲۰ کال په نړیواله درجه بندۍ کې راغی او له IACBE څخه د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د ماسټري ډیپارټمنټ د علمي اعتبار ترلاسه کول د پوهنتون او د هېواد د ټولې تحصیلي کورنۍ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د کاردان پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس ډاکټر احمد خالد حاتم هم ټولو محصلینو ته د هغوی د علمي لاسته راوړنو له امله مبارکي وویله او هغوی یې وهڅول، چې د کوویډ-۱۹ له امله په رامنځ ته شوي ستونزمن چاپېریال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د تجارت ادارې د ماسټري ډیپارټمنټ یو تن محصلې پري په دې اړه وویل:« لومړی له کاردان پوهنتون څخه مننه کوم، چې په داسې سختو حالتونو کې یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. د ویاړ ځای دی، چې کاردان پوهنتون په افغانستان کې لومړنی پوهنتون شو، چې په آنلاین بڼه یې خپل تدریسي فعالیتونه پیل کړل او نړۍ ته یې وښوده، چې افغانستان هم کولای شي له آنلاین زده کړو سیسټم څخه ګټه واخلي. ویاړم، چې د کاردان پوهنتون د کورنۍ له یو تن غړو څخه یم.»

کاردان پوهنتون د هر سمستر په پای کې د د بېلابېلو تحصیلي څانګو د غوره محصلینو د ستاینې، هڅونې او له هغوی سره د مالي مرستو په موخه د غوره محصلینو ستاینغونډه جوړوي.

د ویلو وړ ده، چې کاردان پوهنتون سږ کال د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په ځواب کې د ټولو هغو محصلینو لپاره، چې د دې ناروغۍ په ترڅ کې له مالي ستونزو سره مخ شوي؛ شاوخوا ۶۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې مالي مرسته هم اعلان کړه.