د کاردان پوهنتون محصلینو د چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو څانګې ګڼ شمېر محصلینو کابل ښار کې د چاپېریال او شنو سیمو د ساتنې په تړاو د عامه پوهاوي کمپاین وکړ. په دې کمپاین کې د یادې څانګې د لومړي او څلورم سمسټر محصلینو، د پوهنتون اړوند د یو شمېر ټولنو غړیو او د محصلینو سفیرانو برخه اخیستې وه، چې په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې، د شنو سیمو د خوندیتوب، د ترافیکي اشارو د مراعت کولو، د پلاستیکي خلطو د نه‌کارونې، ښاري کلتور د ودې او ځینو نورو اړوندو مسایلو په تړاو د کابل ښار اوسېدونکو او موټر چلونکو ته لازم مالومات ورکړل شول.

د کمپاین په یوه برخه کې محصلینو پر موټر چلونکو یو یو ګل ووېشه او ترې ویې غوښتل، چې ترافیکي اشارې مراعت کړي. هغوی دغه راز ښاریانو ته د پلاستیکي خلطو د زیانونو او ښاري کتلور د مراعتولو سپارښتنې هم وکړې. له تېرې څه مودې راهیسې د کابل ښاروالۍ او یو شمېر اړوندو نورو ادارو د کابل ښار د ښکلا زیاتوالي او ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د څلور لارو بڼې ته بدلون ورکړی، چې دا چاره د کابل ښاریانو له هرکلي سره مخ شوې ده. په دغو څلور لارو کې په ښکلي بڼه ګلدانونه جوړ شوي چې د موټرو د لوګي د تصفیې په برخه کې مهم رول لرلی شي، خو هغه څه چې په دې کمپاین کې محصلینو پرې ټینګار کاوه ددې ګلدانونو او شنمو سیمو ساتنه او پراختیا وه.

دغو محصلینو چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې مطالعات ترسره کړي د کمپاین په یوه برخه کې د چاپېریال د پاکوالي په موخه پر ښاریانو کاغذي خلطې هم ووېشلې او د پلاستیکي خلطو د کارونې له زیانونو یې خبر کړل. هغوی د کمپاین پر مهال ښاریانو ته وویل: مالومات څرګندوي، چې پلاستیکي خلطې په ډېرې سختۍ سره په ځمکه کې جذبېږي او هلته د لسګونو کلونو لپاره پاتې کېږي، چې چاپېریال او د انسان روغتیا ته خورا زیان رسوي.

ځینو نورو محصلینو بیا یو بوتل اوبه او یو بوتل تېل یو د بل ترڅنګ ایښي و، او ویل یې، چې د دواړو د اخیستلو بیه یوه ده او دا په دې مانا چې اوبه هم ارزښت لري او باید په لګښت کې سپما وشي. هغو دغه راز د موټرو پر ښیښو هغه شعارونه هم لګول، چې له موټرو باید د سړک پر سر بوتل او د خوراکي توکو پاتې شوني ونه غورځول شي.

په دغه کمپاین کې د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو څانګې استادانو، د پوهنتون د اړیکو ډلې، د کابل ښار د سرسبزۍ ریاست مرستیال او پولیس ترافیکو هم فعاله ونډه اخیستې وه.

د عامه پوهاوي دې کمپاین ته، چې د ښاریانو له تاوده هرکلي سره مخ شوی ځینو رسینو هم پوښښ ورکړ او ټاکل شوې، چې د یوې اونې لپاره په ټولنیزو پاڼه کې هم دوام ومومي.