د کرونا ناروغۍ په ځواب کې د کاردان پوهنتون ۶۰ میلیونه ځانګړې مرسته

کاردان پوهنتون د ټولو هغو محصلینو لپاره، چې د کوویډ-۱۹ یا کرونا ناروغۍ په ترڅ کې له مالي ستونزو سره مخ شوي؛ شاوخوا ۶۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې مالي مرسته اعلان کړه.

دا مالي مرستې په لاندې ډول محصلینو ته ورکول کېږي:
د ۱۳۹۸ کال د خزاني سمسټر مالي مرستې
هغه محصلین چې د ۱۳۹۸ کال په خزاني سمسټر کې مالي مرستې تر لاسه کړي ورته مبلغ مرستې به د ۱۳۹۹ کال په پسرلني سمسټر کې هم ترلاسه کړي. دا مرستې د غوښتنلیک سپارلو ته اړتیا نلري او د سیسټم پر مټ محصلینو ته اجرا کېږي.

د ۱۳۹۸ کال خزاني سمسټر کې د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسیې
د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسیې د لیسانس او ماسټرۍ هغو محصلینو ته ورکول کېږي، چې په خزاني سمسټر کې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړي وي. کاردان پوهنتون په پام کې لري، چې د ۱۳۹۹ کال په پسرلني سمسټر کې هم پر شرایطو برابرو محصلینو ته چې ډیسپلیني سرغړونې ونلري، یادې تحصیلي بورسیې ورکړي. دا تحصیلي مرستې هم د محصلینو په حساب کې رسول کېږي او د غوښتنلیک ورکولو ته اړتیا نلري.

د ځانګړو مالي مرستو بسته (کوویډ-۱۹)
کاردان پوهنتون ویاړي، چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو ټولنیزو او اقتصادي اغېزو ته په پام د کوویډ-۱۹ ځانکړې مالي مرستې بسته د هغو محصلینو لپاره په پام کې نیولې، چې له دې امله له مالي ستونزو سره مخ شوي دي. له دې مالي بستې څخه د لیسانس او ماسټرۍ هغه محصلین چې د ۲۰۲۰ کال د اپریل تر شلمې نېټې یې خپل حسابونه تصفیه کړي وي، برخمن کېږي. د ماسټري محصلین د هر قسط فیس له ورکړې سره ۲ زره افغانۍ او د لیسانس محصلین د هر قسط فیس له ورکړې سره ۱۵۰۰ افغانۍ کمښت ترلاسه کوي او تر هغو به دا مرستې دوام مومي، چې د کرونا ناروغۍ له امله درسونه په آنلاین ډول دوام پیدا کړي.
دا مرستې د محصلینو د انټرنیټ لګښت هم په بر کې نیسي او له دې وروسته کاردان پوهنتون د انټرنیټي لګښت لپاره محصلینو ته کریډیټ کارت نه ورکوي. هغه محصلین چې د مارچ میاشتې فیس یې تحویل کړی وي په اتومات ډول یاده مرسته د سیسټم له لارې ورته رسول کېږي او غوښتنلیک ته اړتیا نلري.

د کاردان پوهنتون د رییس د ځانګړې مالي مرستې طرحه
د کاردان پوهنتون د عمومي رییس مالي مرسته د کرونا ویروس د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو د را کمولو په موخه ځانګړې شوې ده. د کاردان پوهنتون د عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني ټینګار پر دې دی، چې اقتصادي ستونزې باید د زده کړو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي او دا مرستې هم یادو موخو ته د رسېدو په موخه ځانګړې شوې دي.

هغه شمېر محصلین چې د بېکارۍ او یا هم د کم درآمد له امله له مالي ستونزو سره مخ دي کولای شي دې مالي مرستې ته د ۲۰۲۰ کال د اپریل تر ۱۲ مې نېټې د زده کړو د مدیریت سیسټم پر مټ د خپلو اکونټونو له لارې غوښتنلیکونه ورکړي.

د دې مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره باید د لیسانس محصلینو لږ تر لږه ۱۵ کریډیټه او د ماسټري برخې محصلینو لږ تر لږه ۱۰ کریدیټه تکمیل کړي وي او ډیسپلیني سرغړونې ونلري.