د انګلیسي ژبې له اساساتو پروګرام څخه څه باندې ۲۱۰ تنه فارغ شول

د کاردان پوهنتون ویاړ لري، چې د اکاډمیکو موخو لپاره د انګلیسي ژبې د اساساتو پنځه اونیز پروګرام یې د (English for Academic Purposes) تر عنوان لاندې په بریالي ‌ډول ترسره کړ.

د انګلیسي ژبې د اساساتو په دغه پروګرام کې د لسانس دورې د بېلابېلو څانګو څه باندې ۲۱۰ تنو محصلینو برخه اخیستې وه، چې د یاد پروګرام له بریالي پای ته رسېدو وروسته پرې د کاردان پوهنتون د علمي ټیم لخوا بری لیکونه ووېشل شول.

یاد پروګرام د خبرو کولو، محاورې، ګرامر، علامو ایښودنې، مقالې او پارګراف لیکنې، له علمي سرچینو د ګټې اخیستنې او د ویلو، لیکلو او اورېدلو مهارتونو د پیاوړتیا مهم روزنیز اړخونه په بر کې نیول، چې په علمي او اکاډمیک ډول یې له محصلینو سره د انګلیسي ژبې د اساساتو په ترلاسه کولو کې خورا مرسته وکړه.

کاردان پوهنتون د هر سمستر په پیل کې له محصلینو د ښه راغلاست اونۍ په ترڅ کې د انګلیسي ژبې د اساساتو پروګرام جوړوي، څو محصلین وکولای شي له هغو پروګرامونو چې په انګلیسي ژبه تدریسېږي؛ اړینه ګټه پورته کړي. ددې پروګرام مهمې ګټې په اکاډمیک او مسلکي ډول د علمي رسالو لیکل، د سمینارونو وړاندې کول، په ښه ډول د کتابونو او علمي ژورنالونو لوستل او د زده کړې پر مهال د نوټ نیونې مهارتونو پیاوړتیا ده.

د پروګرام په پای کې هغو محصلینو ته چې د آزموینې د وروستي پړاو په ورکولو بریالي شوي وو، بری لیکونه هم ووېشل شول. یادو محصلینو د کاردان پوهنتون د محصلینو د بري مرکز څخه د مننې په څرګندولو سره د هر سمستر په پیل کې د دا ډول پروګرامونو جوړول خورا اړین او ارزښتناک وبلل.

د کاردان پوهنتون د محصلینو د بري مرکز ژمن دی، چې د ورته بنسټیزو پروګرامونو په جوړولو کې، چې د تحصیل پر مهال د محصلینو له اصلي اړتیاو څخه ګڼل کېږي؛ لا جدي هلې ځلې وکړي. کاردان پوهنتون په پام کې لري، چې د انګلیسي ژبې د اساساتو پروګرام د ۱۳۹۸ کال د پسرلني سمستر په پیل کې هم له محصلینو د ښه راغلاست اونۍ په ترڅ کې جوړ کړي.