په رسنیو کې د مېرمنو د رول په اړه دوه ورځنی ورکشاپ

په رسنیو کې د مېرمنو د رول د لمانځنې او د ژورنالیزم ډیپارټمنټ ښځینه محصلینو د لا هڅونې په موخه د «ښځې په رسنیو کې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. دا ورکشاپ د نسل مثبت بنسټ لخوا د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا مرکز، د فرانسې انستیتیوت، د نی بنسټ او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ملاتړ جوړ شوی و.

دا پروګرام له یو پنل بحث سره مل و، چې په رسنیو کې د ښځینه فعالینو د ملاتړ او د ژورنالېزم د نجونو زده کوونکو د هڅونې په موخه ترتیب شوی و. د دې پروګرام لومړۍ دوې ورځې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په درېیمه او څلورمه د کاردان پوهنتون په پروان دو څانګه کې ترسره شوې.

د پروګرام په لومړي پړاو کې د ژورنالېزم د بېلابېلو برخو او رسنیز مارکېټ په اړه دوه ورځنی روزنیز بهیر جوړ شو او په دوام یې ګردی مېز چې په رسنیو کې د مېرمنو د ګډون پر وړاندې شته فرصتونه او ننګونې یې څېړلې هم وړاندې شو.

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو ډیپارټمنټ محصل او د یاد پروګرام یو تن تنظیمونکي احمد صدام سیام پناه په دې اړه وویل:« دا پروګرام د ژورنالېزم برخې د نویو فارغو شویو نجونو او محصلینو لپاره یو عالي فرصت و. په دې پروګرام کې له څلورو ولایتونو ۴۰ تنو نجونو برخه اخیستې وه.»

ښاغلي سیام زیاته کړه، چې د دې پروګرام اصلي موخه راتلونکو ښځینه ژورنالېستانو ته الهام ورکول او په هغوی کې د کاري انګېزه رامنځ ته کول و. هغه د دې پروګرام په جوړېدو کې د کاردان پوهنتون د هڅو ستاینه او قدردانی وکړ.