کاردان پوهنتون د «نوي ټوکیدلي رهبرانو» روزنیز پروګرام پر ګډونوالو محصلینو د بریلیکونو په وېشلو سره په بریالۍ توګه پای ته ورساوه. دا د افغانستان په تحصیلي سکټور کې د خپل ډول لومړنی نوښتیز پروګرام و.
په دې ۸ اوونیز پروګرام کې ۲۵ نارینه او ښځینه محصلینو برخه لرله، کوم چې د پوهنتون د لیسانس او ماسټري بېلابېلو پروګرامونو د ۲۰۰ محصلینو له مینځه ټاکل شوي وو.
په دې پروګرام کې د کاردان پوهنتون د مشرتابه غړیو، د پوهنتون استادانو او د رهبرۍ برخې متخصصینو د رهبرۍ د فلسفې او ډولونه، د مثبتې کاري فضا رامنځته کولو، د بدلون مدیریت، نوښت او رسنیزو چارو، سټراټیژیکو اړیکو او یو شمېر نورو ورته برخو کې له محصلینو سره خپله پوهه او تجربې شریکې کړې.
د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د دې پروګرام د اهمیت په تړاو وویل، چې رهبران د ټیم جوړونې او د خلکو د مدیریت غښتلیو مهارتونو ته جدي اړتیا لري.
د نویو ټوکیدلو رهبرانو پروګرام یو تن ګډونوال په دې اړه وویل:« د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول، چې وکولای شو په هغه کې خپل د رهبرۍ او مدیریت مهارتونه لوړ کړو، خورا ګټور تمامېدلای شي. د دې ترڅنګ، مونږ په عملي ډول زده کړل، چې له ننګونو سره څه ډول مبارزه وکړو.»
د ویلو وړ ده، چې دا پروګرام د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ له ۲۴ مې د نومبر تر ۱۶ مې نېټې پورې د کاردان پوهنتون په ماسټري څانګه کې جوړ شوی و.