د حقوقو پوهنځي کلنۍ تمثیلي محکمه جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د محصلینو د حقوقي او مسلکي سویې د لوړولو او د هغوی ترمنځ د سالم رقابت د زمینې برابرولو په موخه خپله کلنۍ تمثیلي محکمه جوړه کړه. دا محکمه د روان ۱۳۹۸ کال د سلواغې په ۹ مه د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.

په دې محکمه کې ګډونوال محصلین د روان کال په پیل کې د حقوقو پوهنځي د موظفې کمېټې له لوري ټاکل شوي وو.

په دې تمثیلي محکمه کې د درېیم او څلورم سمسټر محصلینو پر یوې فرضي قضیې باندې کار وکړ او په جلا ډول یې صورت دعوا او دفاعیه ترتیب کړه. هر ټیم له قضایي پلاوي، څارنوال، مدافع وکیل، منشي، تورن او شاهدانو څخه مرکب وو او محصلینو په بېلابېلو رولونو کې تمثیل وکړ.

د افغانستان د مدافع وکیلانو مرستیال عبیدالله حمید محصلینو ته په خپلو خبرو کې وویل:« د تمثیلي محکمو جوړول د عملي زده کړو په برخه کې مهمه ونډه لري، د حقوقو پوهنځي محصلینو ته اړینه ده، چې د نظري زده کړو ترڅنګ لازمې مسلکي زده کړې او مهارتونه ولري.» ښاغلي حمید د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د محصلینو عملي فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل.

دا رقابتي سیالي د بېروني ژوري پلاوي له لوري، چې د قضائیه قوې، لویې څارنوالي او د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې له استازو مرکب و، داوري کیدله او بریالي ټیم، غوره قاضي، غوره څارنوال او غوره مدافع وکیل ته د پوهنتون د رهبري پلاوي له لوري ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

کاردان پوهنتون تل د خپلو محصلینو لپاره د عملي زده کړو د زمینې برابرولو او د هغوی د وړتیا لوړولو په موخه ورته فرصتونه رامنځ ته کوي.