د سټراټیژیکو همکاریو لپاره د سټنډرډ عملیاتي پروسیجر رامنځ ته کېدل

د کاردان پوهنتون د سټراټیژیکو همکاریو دفتر د سټراټیژیکو همکاریو د بنسټیز کېدو په موخه د پوهنتون د علمي معاونیت په سلامشوره د سټراټیژیکو همکاریو د مشورتي کمېټې په اډانه کې سټنډرډ عملیاتي پروسیجر (SOP) رامنځ ته کړی او په همدې تړاو یې خپله لومړنۍ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې په کور دننه او بهر د هوکړه لیکونو د موثر پلي کېدو او په نړیوالو پروګرامونو کې د دې پوهنتون د محصلینو او کارکوونکو لپاره د ګډون آسانتیاوو پر برابرولو بحث او خبرې اترې وشوې.

دا مشورتي کمېټه به د سټراټيژیکو همکاریو او نړیوالو فعالیتونو د اولویت بندۍ، د نویو ګډو همکاریو د لټون، له موجودو همکاریو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، په بهر کې د محصلینو ملاتړ او د مشورو ورکولو، په نړیوالو کنفرانسو کې د کاران پوهنتون د ملاتړ او په دې برخه کې د اړینو سلا مشورو او ورته نورو برخو کې کار او فعالیت کوي.

دې کمېټې خپله لومړۍ ناسته د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د جنورۍ په پنځمه نېټه وکړه، چې د کاردان پوهنتون د علمي مرستیالې مېرمن مینې رحماني له پرانېستونکې وینا او د سټراټیژیکو اړیکو د دفتر مسوول نصرت رحیمي له یو هر اړخیز پرزینټېشن سره مله وه.

ښاغلي رحیمي په خپل پرزینټیشن کې د سټنډرډ عملیاتي پروسیجر د رامنځ ته کېدو په تړاو هر اړخیز مالومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ، چې د هر مشارکت او اړوندو فعالیتونو په زړه کې به یې د ملګرو ملتونو پراختیايي اهداف (SDGs) ځای ولري.
نوموړي زیاته کړه:« اوسني وضعیت او نړیوالو اړیکو ته په پام، ادارې باید په خپلو کاري پلانونو کې د نړیوال کېدو هڅو ته ځای ورکړي او ډاډ تر لاسه کړي، چې په دې برخه کې چارې او فعالیتونه په بریالیتوب سره پرمخ ځي.»

د کمېټې په دې ناسته کې له اوسنیو کاري شریکانو سره د ټولنیزو مسایلو په اړه، چې تر ډېره د ملګرو ملتونو له پراختیايي موخو سره تړاو لري، د څېړنیزو مقالو پر لیکلو او خپرولو هم ټینګار وشو.

کاردان پوهنتون د یو مخکښ تحصیلي بنسټ په توګه پر علمي څېړنو، نړیوالو همکاریو او سټراټیژیکو مشارکتونو باندې پراخه پانګونه کوي، څو له دې لارې په افغانستان کې د زده کړو کیفیت لوړ شي.