د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادان وستایل شول

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي مشرتابه د یوې غونډې په ترڅ کې د اقتصاد او په اداره او تجارت کې د لیسانس او ماسټرۍ ډیپارټمنټونو ټول استادان د هغوی د نه‌ستړې کېدونکو هلو ځلو او کوښښونو په‌‌پار وستایل. د پروګرام په پرانېسته کې د اقتصاد پوهنځي رییس ښاغلي ډاکټر سید عبدالمعز میرزاده د هېواد د ځوان نسل په روزلو کې د استادانو د بې‌سارو هڅو ستاینه وکړه او هغوی یې د ملت ریښتیني خادمان وبلل.

د اقتصاد ډیپارټمنټ آمر ښاغلي قیس محمدي هم په خپلو خبرو کې له استادانو مننه وکړه او د هغوی هلې ځلې او کوښښونه یې د کاردان پوهنتون په بریالیتوب کې بې‌ساري وګڼل. ښاغلي محمدي یادونه وکړه، چې په حقیقیت کې د کاردان پوهنتون بریالیتوب ستاسو په ریښتینو کوښښونو پورې تړلی دی.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي تل هڅه کړې، چې د اقتصاد علم د پرمختللیو او وروستیو معیارونو پر بنسټ وړ او مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې او پر مټ یې د هېواد اقتصادي بنسټونو ته وده او پراختیا ورکړي، چې دا چاره له شک پرته د هېواد له عمومي بسیاينې او پرمختګ سره خورا مرسته کولای شي. کاردان پوهنتون په ځانګړي ډول د اقتصاد پوهنځي یادې موخې ته د رسېدو لپاره د یوه مناسب تحصیلي او اکاډمیک چاپېریال آسانتیاوې برابرې کړي دي. د یادولو وړ ده، چې د پروګرام په پای کې له غرمنۍ وروسته د اقتصاد پوهنځي د مشرتابه لوري پر ټولو استادانو ستاینلیکونه هم ووېشل شول.