کاردان پوهنتون د ساینس او نوښت ملي نندارتون کې دویم ځای خپل کړ

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر په ۲۹ مه د ساینس او نوښت ملي نندارتون جوړ کړ، چې له ټول هېواد څخه د بېلابېلو پوهنتونونو شاوخوا ۵۰ پروژې پکې وړاندې شوې.

د کاردان پوهنتون د کمپویټر ساینس محصلینو په دې نندارتون کې د نوښت څلور پروژې وړاندې کړې، چې د ژوري پلاوي له لوري وارزول شوې. د پروژو پایلې د ډیسمبر په ۳۱ مه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کابل سرینا هوټل کې اعلان شوې، چې کاردان پوهنتون په افغانستان کې د پروګرام لیکنې د لومړنۍ ژبې په وړاندې کولو سره دویم مقام وګاټه. دا پروژه د میلاد اکبري په نوښت د کمپیوټر ساینس د محصلینو له لورې وړاندې شوله.

د کاردان پوهنتون د انجنیري او مالوماتي ټکنالوژۍ پوهنځي رییس دکتور امیرزاده احمدزي د دې لاسته راوړنې په اړه وویل:« زه د میلاد اکبري او همکارانو له هلو ځلو، د کاردان پوهنتون د نوښت لابراتوار او ټولو هغو محصلینو څخه چې په خپلو لوړو استعدادونو یې کاردان پوهنتون ته ویاړ بښلی مننه او قدردانی کوم. د دې لویې بریا مبارکي محصلینو او د پوهنتون علمي پلاوي ته وایم.»

کاردان پوهنتون د خپلو محصلینو وړتیاوې او هلې ځلې ستایي او د محصلینو د هڅولو لپاره د دا ډول پرګرامونو له جوړولو هرکلی کوي.