د سوداګرۍ د پیل په تړاو د روزنیزو ورکشاپونو لړۍ ترسره شوه

کاردان پوهنتون د افغانستان د راتلونکو سوداګریزو مشرانو د ودې او پراختیا په موخه د "بلوم افغانستان" په همکارۍ هغو محصلینو ته، چې د وړې او منځنۍ کچې سوداګرۍ له پیلېدو سره لېوالتیا لري؛ روزنیز ورکشاپونه جوړ کړل.

په دې روزنیزه لړۍ کې یو بریالي امریکايي سوداګر د کاردان پوهنتون د اداراې او تجارت د لیسانس او ماسټرۍ او اقتصاد محصلینو ته د سوداګرۍ د پیل څلورو بنسټیزو برخو په اړه روزنه ورکړه. د پروګرام په ترڅ کې محصلین پر دې وپوهېدل، چې څنګه خپله مفکوره په سوداګریز موډل بدله کړي، د کار بازار کې خپل پېرودونکي په ښه ډول وپېژني، د خپلې سوداګرۍ د پیل لپاره ځینې مهمې چارې ترسره او هغه په عمل کې ثابتې کړي.

ددې ورکشاپونو له پای ته رسېدو سره اوس ګډونوال محصلین ددې وړتیا لري، چې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پیل لپاره سوداګریز موډل، مالیاتي پلان او بودیجه جوړه او وړاندې کړي. دغه راز، له ډېرې پانګې پرته خپله سوداګریزه مفکوره وآزمایي او پیاوړو پانګه اچوونکو ته خپل سوداګریز پروپوزل وړاندې کړي.

د روزنیزو ورکشاپونو د یادې لړۍ له بریالي پای ته رسېدو وروسته د روان ۲۰۱۹ کال د مۍ پر ۱۲ مه د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پر شاوخوا ۳۰ تنو ګډونوالو محصلینو د یوې غونډې په ترڅ کې بری لیکونه هم ووېشل شول.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ښاغلي ډاکټر سید عبدالمعز میرزاده د یادو مهمو روزنیزو ورکشاپونو د جوړېدو له امله له بلوم افغانستان څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې د دواړو ادارو ترمنځ د ورته مرستې او همکارۍ د دوام هیله وښوده.