د کاردان پوهنتون او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصاد وزارت ترمنځ د دوه اړخیز هوکړه لیک پر بنسټ، دې پوهنتون د اقتصاد وزارت د اقتصادي ارزونو د مشورتي بورډ افتخاري غړیتوب ترلاسه کړ.
دا غړیتوب د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د هلوځلو او له دې پوهنتون څخه د اقتصاد د وزیر ښاغلي مصطفی مستور له لیدنې او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډ هوکړه لیک په پایله کې تر لاسه شوی دی.
د دې غړیتوب له ترلاسه کولو سره، د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي آمر او د سویلي آسیا په کچه غوره استاد ښاغلی قیس محمدي د یاد بورډ د افتخاري غړي په توګه ومنل شو.
د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکټر سید عبدالمعز د یاد بورډ غړیتوب ترلاسه کولو د اهمیت په تړاو وايي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزارت د اقتصادي ارزونو مشورتي بورډ غړیتوب ترلاسه کول د هېواد علمي کورنۍ او په ځانګړي توګه د کاردان پوهنتون لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، چې پر اعتبار یې مثبت اغېز درلودلای شي. موږ د اقتصاد وزارت دا اعتماد ستایو او د یوه علمي بنسټ په توګه به د دې بورډ په پیاوړتیا کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو»
ښاغلی میرزاده زیاتوي، د علمي بنسټونو او دولتي ادارو ترمنځ دا ډول همکارۍ نه یوازې دا چې د خصوصي او دولتي سکټورونو ترمنځ لازمه همکاري رامنځ ته کوي؛ بلکې د هېواد په وده او پرمختګ او د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې خورا ګټورې تمامېدلای شي.
د اقتصاد وزارت د هېواد د بې وزلۍ وضعیت، د تلپاتې پرمختیايي اهدافو، د مرکزي او ولایتي پروژو د پلي کېدو او ارزونې او یو شمېر نورو اړوندو برخو کې اقتصادي او ټولنیزې ارزونې کوي او په تړاو یې بشپړ راپورونه خپروي.
د ویلو وړ ده، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په نهمه د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی مستور د هېواد د اوسني او راتلونکي اقتصادي وضعیت په تړاو د کاردان پوهنتون محصلینو ته روزنیز سیمینار وړاندې کړ او د پروګرام په څنډه کې یې د پوهنتون له علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني سره د دوو اړخیزو همکاریو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ.