د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو کڅوړې

کاردان پوهنتون په هېواد کې د لومړني او معتبر تحصیلي بنسټ په توګه د خپلو اکاډمیکو مسوولیتونو تر څنګ تل هڅه کړې چې د
ټولنې پر وړاندې خپل ټولنیز رسالت سرته ورسوي او په دې برخه کې مخکښ وي.

وروستۍ زلزلې چې د هېواد په لوېديځ په تېره بيا د افغانستان په هرات ولايت کې رامنځته شوې، هرات او هراتیانو ته يې ستر ځاني او مالي زيانونه واړول.
په دې ستره غمیزه کې د زنده جان او کرخ ولسوالیو سلګونه وګړي مړه او ټپیان شول، زرګونه هغو خپل کورونه او سرپناوې له لاسه ورکړې.

د کاردان پوهنتون لېږل شوي پلاوي، د هرات ولایت د علماوو شورا او د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ، د پېښې له زیانمن شویو سره د خواخوږۍ څرګندولو سربېره، د کاردان د ښوونځیو له استادانو، کارکوونکو، زده کوونکو او قدرمنو کورنیو څخه راټولې شوې مرستې چې، خیمې، جامې، روغتیايي توکي، درمل او یو میلیون افغانۍ نغدې پیسې په کې شاملې وې، له (۵۰۰) اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه.

کاردان پوهنتون او ښوونځي ستاسو د اعتماد ویاړ له ځان سره لري او له ټولو استادانو، کارکوونکو، محصلينو، د ښوونځيو له زده کوونکو او د هغوی د کورنیو له ګډون څخه مننه کوي.

کاردان پوهنتون تر دې وړاندې هم د خوست او پکتیکا ولایتونو په زلزله کې له زیانمن شویو کورنیو سره خپلې مالي مرستې کړې دي.