د ژورنالېزم ډیپارټمنټ محصلینو ته د وینا فن تر نامه لاندې روزنیز سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ د خپلو محصلینو د علمي ظرفیت‌لوړولو په‌موخه «د وینا فن او بریا» تر نامه لاندې د دې څانګې یو شمېر محصلینو ته روزنیز سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یک تلوېزیون د سیاسي خپرونو د چلوونکي محب یوسفي له لوري د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه وړاندې شو.

دا سیمینار چې د ژورنالېزم ډیپارټمنټ په روزنیزو سټډیوګانو کې د یادې څانګې د ۳۰ تنو محصلینو په ګډون جوړ شوی و، په ترڅ کې ښاغلي یوسفي د وینا فن، د غږ تولید، پروګرام جوړولو او ویندویي په‌تړاو د خپلې خبریالۍ څو کلنې تجربې له محصلینو سره شریکې کړې.

ښاغلي یوسفي محصلینو ته په خپلو خبرو کې وویل: «د وینا فن د تخنیکونو او مېتودونو یوه ګډه مجموعه ده چې له زده کړې او عملي کولو سره یې کولای شو یوه ښه او اغېزناکه وینا وړاندې کړو. دا چې موږ انسانان ټولنیز او ارتباطي موجودات یو؛ نو یو ښه بیان د انساني اړیکو له‌پاره لازمي ګڼل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، یوه ښه او اغېزناکه وینا د کورني او حرفوي ژوند د پرمخ وړلو اړینه وسیله او هغه مهارت دی چې ترلاسه کول یې د اغېزناکو اړیکو درلودلو له‌پاره اړین او په دې پورې تړاو لري چې د وینا هنر ته وده او پیاوړتیا ورکولای شو.

د دې روزنیز سیمینار په اړه د یادې څانګې استاد نورالله بابکر خېل وویل: «د دا ډول سیمینارونو د جوړېدو موخه له محصلینو سره د رسنیو د پېژندل شویو څېرو د تجربو شریکول دي. پرته له شکه هغه کسان چې په رسنیو کې کار کوي، کړنې یې پر محصلینو مثبت اغېز کوي. د دې سیمینار له جوړېدو خوښي یو ځګه ښاغلي یوسفي د خپل کاري ژوند مهمې تجربې له محصلینو شره شریکې کړې، چې د هغوی له‌پاره به خورا ګټورې وي.»

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ تر دې وړاندې هم د محصلینو د علمي او مسلکي پرمخ‌تګ له‌پاره ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او ژمن دی چې په راتلونکې هم دې لړۍ ته ادامه ورکړي.