د افغانستان په‌تړاو د تطبیقي څېړنو نړیوال کنفرانس جوړ شو

کاردان پوهنتون په اکاډمیکه نړۍ کې د څېړنیزو فعالیتونو اهمیت ته په‌پام دا ځل د افغانستان په‌تړاو د تطبیقي څېړنو نړیوال کنفرانس جوړ کړ. دا کنفرانس د پنج‌شنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۱ کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه، د دې پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د سهار له ۹ د ماسپښین تر ۳ بجو د لوړو پوړو دولتي چارواکو او د ملي او نړیوالو څېړنکو په ګډون جوړ شوی و.

د کنفرانس په پیل کې د کاردان پوهنتون رییس ډاکتر احمد خالد حاتم خپله پرانېستونکې وینا وړاندې کړه او په کنفرانس کې د ګډون له امله یې له ټولو حاضرینو مننه او قدردانی وکړ.

ښاغلي حاتم په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې کاردان پوهنتون تل د علم د خپرېدو او ایجاد هڅه کړې او هغه موضوعات چې په ټولنه کې مهم دي د هغو په‌تړاو یې وخت پر وخت څېړنې ترسره او له اړوندو برخو سره شریکې کړې دي. نوموړي وړاندې وویل: «کله چې موږ پوهنتونونه د مثبت بدلون استازي بولو؛ نو باید دا ظرفیت ولري، چې د ټولنې ستونزې وڅېړي او د حل له‌پاره یې مشخص وړاندیزونه او حل لارې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.»

ښاغلي حاتم زیاته کړه، چې په همدې اساس موږ په نني کنفرانس کې د اقتصاد، سوداګرۍ، اسلامي بانکوالۍ، سیاست، انجنیرۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې د ملي او نړیوالو څېړونکو لخوا تر ۴۲ څېړنیزې مقالې وړاندې کوو.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دکتور لطف الله خیرخواه دې کنفرانس ته په خپله وینا کې له کاردان پوهنتون څخه مننه وکړه، چې د داسې مهمو موضوعاتو په‌تړاو څېړنیز کنفرانسونه او غونډې جوړوي او له دې لارې خپل لیدلوری ترسیموي.

ښاغلي خیرخوا د افغانستان د پرمخ‌تگ او سیال کېدو له‌پاره د تطبیقي څېړنو پر ترسره کېدو د ټینګار ترڅنګ، څرګنده کړه، چې موږ باید له عمومي څېړنو څخه د تطبیقي څېړنو پر لور ولاړ شو او په بېلابېلو موضوعاتو کې په تخصصي ډول کره څېړنې ترسره او د ستونزو د حل په موخه د تطبیق‌وړ حل لارې وړاندې کړو. نوموړي هیله وښوده، چې د دا ډول کنفرانسونو لړۍ باید وغځېږي او له دې لارې په هېواد کې د موجودو ستونزو د حل له‌پاره مشخص وړاندیزونه او حل لارې وړاندې شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال دکتور عبدالطیف نظري بیا په اوسنیو شراېطو کې چې افغانستان تر بل هر وخت څېړنیزو او اکاډمیکو فعالیتونو ته اړتیا لري، د دا ډول پروګرامونو جوړول او دې ته ورته مهمو موضوعاتو ته پاملرنه او د هغو را برسېره کول یو خورا ارزښتناک او مهم ګام وباله او په دې برخه کې د کاردان پوهنتون له مشرتابه او کارکوونکو څخه ځانګړې مننه وکړه.

ښاغلي نظري د هېواد د قدرت د ملي هندسې د پیاوړتیا او د افغانستان له‌پاره د تطبیقي څېړنو ترسره کول یوه جدي اړتیا وګڼله او په دې برخه کې ملي اتحاد او ملي پوهای د دوو مهمو عناصرو په توګه یاد کړل. ښاغلي نظري څرګنده کړه، چې په آسیا کې د ځانګړي جیوپولټیک موقعیت د درلودلو له امله باید موږ خپل اتحاد پیاوړی کړو او چاته د دې اجازه ورنکړو چې خپلو موخو ته د رسېدو له‌پاره زموږ ملي اتحاد ته زیان ورسوي. د دې ترڅنګ، باید ملي پوهاوي ته چې پوهنتونونه په کې مهمه ونډه لري، د ملي اعتماد او ملي غرورو په توګه چې پر ځان بسیاینه یې مهم عنصر دی، اړینه پاملرنه وشي.

د پروګرام په دوام د څېړنیزو مقالو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه، چې په لومړي سر کې د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي رییس خواجه جمشېد صدیقي خپله څېړنیزه مقاله وړاندې کړه. ښاغلي صدیقي د لوړو زده‌کړو وزارت د حقوقي جوړښت په‌تړاو څېړنه ترسره کړې چې په ترڅ کې د یاد وزارت درې بېلابېلې مقررې ارزولي او د هغو د ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه یې ځانګړې حل لارې وړاندیز کړې دي.

وروسته د کاردان پوهنتون رییس ډاکټر احمد خالد حاتم د افغانستان د باثباته ودې له‌پاره د خصوصي او عامه مشارکت تر نامه لاندې خپله څېړنیزه مقاله وړاندې کړه. ښاغلي حاتم وویل: «په معاصره نړۍ کې د پانګې د جذب له‌پاره یو مکانیزم چې اوسمهال ترې ډېره ګټه اخیستل کېږي هغه د دولتي او خصوصي سکټور مشارکت دی، چې د اوږدمهاله قراردادونو له لارې په ګډه مهمې پروژې عملي کوي.»

نوموړي زیاته کړه، د بودیجې محدودیت، د کادرونو کم‌والی او د ټکنالوژۍ ورځ تر بلې پرمخ‌تگ د دولتي او خصوصي سکټور مشارکت یا PPP ته مشروعیت ورکوي او دا چې یاد درې واړه فکټورونه اوسمهال موجود دي؛ نو دولت ته په‌کار ده چې له دې مکانیزم څخه ګټه واخلي. هغه څرګنده کړه، چې خصوصي سکټور په ټوله نړۍ کې خورا مهم دی او باید د کمزوري کولو پر ځای ترې پیاوړی نظارت وشي او د یوه رقیب په توګه نه بلکې د یوه شریک په توګه ورته وکتل شي او په بېلابېلو برخو کې ونډه ورکړل شي.

د کنفرانس په دوام د ملي او نړیوالو څېړنکو له‌خوا په یاده هره برخه کې لږ تر لږه ۷ څېړنیزې مقالې او د ستونزو د حل له‌پاره مشخصې حل لارې وړاندې شوې او یاد کنفرانس څېړنکو او مېلمنو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.

کاردان پوهنتون ویاړي، چې تل یې په خپلو ټولو علمي او تحصیلي چارو کې څېړنیزو فعالیتونو ته لومړیتوب ورکړی او له همدې‌امله په اقتصادي او مدیریتي، ټولنیزو علومو، حقوقو او انجنیري او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې څلور معتبر څېړنیز ژورنالونه په منظمه توګه خپروي.