د ۱۴۰۰ کال خزاني سمسټر غوره محصلین وستایل شول

کاردان پوهنتون، د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو تحصیلي څانګو هغه غوره محصلین وستایل، چې د ۱۴۰۰ کال په خزاني سمسټر کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وې.

په همدې‌تړاو د کاردان پوهنتون د تایمنیو څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د روان کال د غويي میاشتې په ۲۶مه، د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو د رییسانو، د ډیپارټمنټونو د آمرینو، غوره محصلینو او د هغوی د کورنیو په ګډون لویه غونډه جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې د کاردان پوهنتون د بېلابېلو ډیپارټمنټونو ( ۴۹ ) تنه محصلین چې تر نورو یې لوړې نمرې اخیستې وې، د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.

غونډه د قاري ضیاالرحمن شېرزاد په تلاوت پیل شوه. وروسته د کاردان پوهنتون رییس ډاکتر احمد خالد حاتم د غونډې ګډون‌والو ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ ممتازو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د دې مهمې لاسته‌راوړنې مبارکي وویله.

ښاغلي حاتم وویل: «کاردان لومړنی خصوصي پوهنتون دی، چې د خپل لیدلوري او ماموریت پر لور د بریا ګامونه اخلي او تل هڅه کوي چې د ټولنې ځوان نسل ته مثبته انګېزه او مثبت پیغام ورکړي.»

نوموړي زیاته کړه، دا منو چې ستونزې شته خو دا ستونزې باید زموږ د پښو پر زنځیرونو نه بلکې پر فرصتونو بدلې شي. زه هغه کورنۍ ستایم، چې په سختو حالاتو کې د خپلو اولادونو تعلیم ته زمینه برابروي او پرمخ ځي.

ښاغلي حاتم وړاندې وویل، موږ د خپلو محصلینو درې اساسي برخو ته ځانګړې پاملرنه کړې، لومړی علم، دویم ځانګړي مهارتونه لکه لیکوالي، ویناکول او د موضوع د وړاندې کولو مهارت، چې همدې برخې ته په پام مو د کاردان پوهنتون د څېړنې او د محصلینو د بریا مرکزونه بېرته فعال کړل، څو محصلین وکولای شي له دې لارې خپل مهارتونه لوړ کړي. په درېیمه برخه کې موږ د خپلو محصلینو پر ادابو او چال‌چلن کار کوو، څو هغوی وکولای شي په خپل مثبت فکر سره د ټولنې هغو وګړو ته چې په ډیپرېشن کې واقع دي، نجات ورکړي.

ښاغلي حاتم کاردان پوهنتون د ټولو ګډ کور وباله او زیاته یې کړه، د یوه فامیل په توګه موږ باید د خپلو محصلینو ټولو ستونزو ته د حل لارې‌چارې ولټوو او له همدې‌امله مو په تېر سمسټر کې ۲۲،۵ میلیونه افغانۍ او په دې سمسټر کې ۲۸،۵ میلیونه افغانۍ مالي مرستې اعلان کړي، څو محصلینو ته د لوړو زده‌کړو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې رامنځ‌ته کړو.

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو ډیپارټمنټ یو تن محصل سباوون ارغندیوال چې د یادو غوره محصلینو په ډله کې راغلی وایي: «زما له‌پاره د ویاړ ځای دی چې د کاردان پوهنتون د غوره محصلینو په ډله کې راغلی یم. زه د خپلې کورنۍ ترڅنګ د کاردان پوهنتون او د دې پوهنتون له پیاوړو او با تجربه استادانو څخه مننه کوم چې له موږ سره زیار وباسي او د دې مو جوګه کوي چې د غوره محصل په توګه وستایل شوو. د کاردان پوهنتون له مشرتابه ځانګړې مننه کوم چې دا ډول پروګرامونه جوړوي، ځکه دا ډول پروګرامونه د محصلینو د پرمختګ، هڅونې او مثبتې انګېزې اخیستلو سبب ګرځي.»

کاردان پوهنتون د هر سمسټر په پای کې د د بېلابېلو تحصیلي څانګو د غوره محصلینو د ستاینې، هڅونې او له هغوی سره د مالي مرستو په موخه د غوره محصلینو ستاینغونډه جوړوي. دا د محصلینو د علمي لاسته راوړنو د ستایلو او د افغانستان په تر ټولو معتبر پوهنتون کې د لوړو زده‌کړو د دوام په موخه د هغوی د هڅولو یوه غوره لاره ده.

کاردان پوهنتون د یاد پروګرام د جوړولو له لارې تل په دې لټه کې دی، چې د محصلینو د علمي لاسته‌راوړنو او د هغوی د هلو ځلو ستاینه او قدردانی وکړي.