په کاردان پوهنتون کې د اسلامي معلوماتو سیالي جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا مرکز د دې پوهنتون د ډیپارټمنټونو په همکارۍ د اقرا‌ء تر نامه لاندې د اسلامي معلوماتو دویمه سیالي جوړه کړه. د دې سیالۍ لومړنی پړاو د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې له ۲۸مې نېټې را پیل شوی و، چې د غويي میاشتې په پنځمه نېټه یې وروستی پړاو ترسره شو.

دا سیالي د کاردان پوهنتون د رییس ډاکتر احمد خالد حاتم، د ډیپارټمنټونو د آمرینو، داورانو، ستادانو او محصلینو په ګډون د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.

پروګرام د انجنیري ډیپارټمنټ د آمر انجنیر ګل رحمان عبدالرحیمزي له لوري د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او وروسته د محصلینو د بریا مرکز مدیر محمد امین حکیمي د پروګرام د پرمخ وړلو او د داورانو له لوري د نمرو ورکولو څرنګوالي په تړاو معلومات ورکړل زیاته یې کړه: «د اسلامي معلوماتو سیالي پرلپسې دویم کال دی، چې د کاردان پوهنتون د محصلینو ترمنځ جوړېږي او د دې پوهنتون د فېسبوک پاڼې له لارې یې موږ مینه والو ته خبر ورکوو. له ابتدایي آزموینې وروسته چې وروستي پړاو ته د لار موندلو په موخه له محصلینو اخیستل شوې وه، ګډونوال په اتو ډلو ووېشل شول چې نن دادی سیالۍ ته چمتو دي.»

نوموړي زیاته کړه، اته جوړې شوې ډلې درې پړاونو لري، چې په هر پړاو کې له هر ټیم څخه پنځه پوښتنې کېږي. په لومړي پړاو کې هغه ټیمونه چې لږ نمرې واخلي حذف کېږي او درې ټیمونه وروستي پړاو ته لار مومي.

دا دویم پرلپسې کال دی، چې د کاردان پوهنتون د محصلینو ترمنځ د اسلامي معلوماتو سیالي جوړېږي او مینه والو محصلینو ته په کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د کاردان پوهنتون رییس ډاکتر احمد خالد حاتم له ګډونوالو محصلینو څخه په دې سیالۍ کې د برخې اخیستو له امله مننه وکړه، ویې ویل: «په کاردان پوهنتون کې زموږ ټوله هڅه او د دا ډول پروګرامونو له جوړولو څخه مو موخه دا ده، چې وکولای شو له دې لارې خپلو محصلینو ته روحیه ورکړو.»

د سیالۍ په پای کې هغو ټیمونو چې د داورانو له لوري یې لومړی، دویم او درېیم مقامونه خپل کړل د ستاینلیکونو ترڅنګ نغدي جایزې هم ورکړل شوې.

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د دا ډول پروګرامونو د جوړېدو له لارې د محصلینو د علمي او مسلکي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.