د روژې مبارکې میاشتې د هرکلي په موخه ځانګړې غونډه جوړه شوه

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ کال د وري په ۱۱مه نېټه د روژې مبارکې میاشتې د هرکلي په موخه «د روژې برکت» تر نامه لاندې ځانګړې غونډه جوړه کړه.

دا غونډه د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د دې پوهنتون
د رییس ډاکتر احمد خالد حاتم، د لوړو زده کړو وزارت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي شاکرالله وحدت، د عدلیې وزارت د بهرنیو چارو د اړیکو رییس مولوي محمد شریف جهادیار، د پوهنتون استادانو او محصلینو په ګډون جوړه شوې وه.

غونډه د قاري صلاح الدین بختیار له لوري د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د کاردان پوهنتون رییس ډاکتر احمد خالد حاتم د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو او دا چې څنګه کاردان پوهنتون له وروستي بدلون وروسته وکولای شول خپلو تحصیلي فعالیتونو ته په ښه ډول دوام ورکړي خبرې وکړې.

ښاغلي حاتم وویل: «کاردان پوهنتون ویاړي، چې له وروستیو سیاسي بدلونونو او د اسلامي امارت د حکومت له راتګ سره موږ وکولای شول خپلو فعالیتونو ته په عادي بڼه دوام ورکړو.»

نوموړي زیاته کړه، موږ د نجونو او هلکانو لپاره جلا درسي وختونه په پام کې نیولي، څو هغوی وکولای شي له کومې ستونزې پرته درسونو ته حاضر او خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. ښاغلي حاتم د دې ترڅنګ چې د روژې مبارکې میاشتې فضلیتونو او د دې میاشتې په لړ کې د مسلمانانو مسوولیتونو ته ځانګړې اشاره وکړه، زیاته یې کړه: «د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ محصلینو او استادانو وکولای شول د هغو مرستو لپاره چې د دولت له لوري له خلکو سره کېږي یو ډیټابېس رامینځته کړي او دغه راز دې پوهنتون د لوړو زده کړو د حقوقي چوکاټ ارزونې ملي کنفرانس له جوړېدو سره یې خپل ملي اکاډمیک اعتبار هم وساته.

د روژې مبارکه میاشت د لوی خدای (ج) د مخلصانه عبادت، بندګۍ او ځان جوړونې، پر اماره نفس د لاس‌برۍ او د ټولنې د ټولو طبقو په ځانګړي ډول د بې‌وزلانو د لاس‌نیوي میاشت ده.

د غونډې پر دوام د لوړو زده کړو وزارت د امرباالمعروف رییس مولوي شاکرالله وحدت د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو او برکتونو په تړاو هراړخیزې خبرې وکړې. نوموړي وویل: «روژه یو فزیکي او بدني ګډ عبادت دی. ټول حکمتونه او فضلیتونه چې موجود دي تر شا یې د یو خالق لاس دی، چې باید په مخلصانه ډول یې عبادت وشي.»

د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رییس مولوي محمد شریف جهادیار هم په دې غونډه کې خبرې وکړې زیاته یې کړه، موږ باید د خپلو ټولو فعالیتونو او کارونو ترڅنګ خپل ټول کړه وړه او صورت او سیرت د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق برابر کړو.

د پروګرام په پای کې ټولو ګډون‌والو ته له پښتو او دري ژباړې سره، یو یو جلد قرانکریم هم ډالۍ شو.

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د دا ډول پروګرامونو د جوړېدو له لارې د محصلینو د علمي او مسلکي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.