د ۱۴۰۱ پسرلني سمسټر کانکور آزموینه واخیستل شوه

کاردان پوهنتون د روان لمریز کال د کب په ۲۷مه نېټه د لیسانس او ماسټري پروګرامونو له‌پاره د سلګونو غوښتونکو په ګډون د ۱۴۰۱ پسرلني سمسټر کانکور آزموینه واخیسته.

یاده آزموینه سهار ۹ بجې پروان‌دو څانګه کې پیل او د همدې ورځې په ماسپښین یې پایلې هم اعلان شوې. د لیسانس پروګرامونو آزموینه د پروان‌دو په مرکزي څانګه او د ماسټري آزموینه په ماسټري څانګه کې واخیستل شوه.

د دې آزموینې پایلې زموږ پر ویب‌سایټ خپرې شوي او غوښتونکي کولای شي په دې لینک https://bit.ly/3ims5A4 کې د ثبت شمېرې او زېږ کال په دننه کولو سره خپله پایله وګوري.

کاردان پوهنتون ټولو هغو غوښتونکو ته چې د کانکور آزموینه یې په بریالي‌توب ترسره کړې او د خپلې خوښې‌وړ تحصیلي څانګو ته یې لار موندلې مبارکي وايي او د لا ډېرو بریالیتوبونو هیله ورته کوي.

د دې ترڅنګ، هغو مینه‌والو چې د جمعې ورځې په کانکور آزموینه کې ګډون ونشو کړای، کولای شي د کاردان پوهنتون په متفرقه کانکور آزموینه کې چې د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري په ۱۱مه نېټه اخیستل کېږي، برخه واخلي.