له کاردان پوهنتون څخه د افغانستان اسلامي امارت د یو لوړ پوړي پلاوي لیدنه

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي په ۱۳مه، د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې د یو لوړ پوړي پلاوي کوربه و. په دې پلاوي کې د لوړو زده کړو وزارت د مشورتي بورډ غړي شیخ شاکرالله وحدت او مولوي شاه محمد، د لوړو زده کړو د خصوصي بنسټونو د نظارت او کنټرول مسوول عطاءالله کامران او د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې غړي شامل وو.

یاد پلاوي د کاردان پوهنتون له محصلینو او استادانو او کارکوونکو سره په جلا بڼه ولیدل او د یو لړ هغو بدلونونو په تړاو چې د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت له لوري د خصوصي او دولتي پوهنتونونو له‌پاره په پام کې نیولي شوي مالومات ورکړل او د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته یې هم ځوابونه وویل.

د کاردان پوهنتون رییس ډاکتر احمد خالد حاتم غونډې ته په خپله پرانېستونکې وینا کې پر نړیوالو معیارونو د برابرو لوړو زده کړو له لارې د هېواد د ځوان نسل د روزلو په برخه کې د دې پوهنتون د ژمنتیا یادونه وکړه او د بېلابېلو خصوصي او دولتي برخو د لاښه مدیریت په موخه یې د لوړو زده کړو د نصاب او د کار بازار د اړتیاوو ترمنځ پر بشپړې همغږۍ باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي حاتم زیاته کړه: «دغو اړتیاوو ته په پام، موږ د لوړو زده کړو وزارت پخوانیو چارواکو ته د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو د یو شمېر نویو پروګرامونو وړاندیز کړی وو، چې هیله من یو د وزارت د اوسني مشرتابه د پاملرنې وړ وګرځي. د دې ترڅنګ، موږ په پام کې لرو چې د لوړو زده کړو اړوندو مقرراتو د ارزونې او بیا کتنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت او د خصوصي بنسټونو په ګډون یو ملي کنفرانس جوړ کړو.»

د ناستې پر دوام د کاردان پوهنتون د محصلینو او علمي غړیو له لوري د تحصیلي خدمتونو په برخه کې د موجودو ننګونو په تړاو یو لړ پوښتنې مطرح شوې، چې د یاد وزارت د پلاوي او د کاردان پوهنتون د مشرتابه له لوري ورته ځوابونه وویل شول.

ښاغلي حاتم د کاردان پوهنتون د فیس په اړه د محصلینو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د کاردان پوهنتون متفاوت فیس د دې پوهنتون د تحصیلي خدمتونو د لوړ کیفیت ښکارندويي کوي، چې د نړیوالو معیارونو مطابق وړاندې کېږي. دا د فارغانو په ګټه هم دي کوم چې غواړي له هېواده بهر لوړې زده کړې او یا هم کار وکړي. ښاغلي حاتم څرکنده کړه، چې کاردان پوهنتون بیا د خپلو محصلینو لپاره ځانګړې مالي مرستې او تحصیلي بورسیې لري، څو هېڅ محصل یوازې د مالي ستونزو له امله له لوړو زده کړو بې برخې نشي. همدا اوسمهال زموږ محصلین د فیس له درکه ۷۷ میلیونه افغانۍ باقي دي، خو موږ د هېڅ یو محصل د لوړو زده کړو د دوام مخه نه ده نیولې.

پروفیسور عطاءالله کامران له محصلینو سره د خبرو اترو پرمهال د هغوی له مثبتو نوښتونو څخه د اسلامي امارت د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: «موږ هڅه کوو، چې د دولتي او خصوصي موسسو او دغه راز د محصلینو او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ شته واټن د منظمو او همغږیو پلانونو پرمټ له مینځه یوسو. موږ غواړو د افغانستان تحصیلي سند په ټوله نړۍ کې د تایید وړ وګرځي.»

ښاغلي کامران په دولتي او خصوصي موسسو کې د استادانو لپاره د موجودو فرصتونو د نابرابرۍ په برخه کې د استادانو اندېښنې پر ځای وبللې او د دغو دواړو برخو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو پر برابرۍ سربېره یې د خصوصي بنسټونو د استادانو لپاره د بورسیو، تقاعد او علمي رتبو پر برابرۍ هم ټینګار وکړ.

د دې ناستې په څنډه کې یاد پلاوي د کاردان پوهنتون له مشرتابه، کارکوونکو او د علمي پلاوي له غړیو سره مشورتي جلسه هم درلودله، چې د پوهنتون د علمي غړیو له لوري د لوړو زده کړو سکټور د لاښه والي په موخه یو لړ وړاندیزونه هم شریک شول چې د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي له لوري د تایید او پاملرنې وړ وګرځېدل.

کاردان پوهنتون په هېواد کې د مخکښ تحصیلي بنسټ په توګه د افغانستان د علمي ټولنې پر وړاندې ژمن دی، چې د هېواد ځوان نسل ته غوره تحصیلي خدمتونه او فرصتونه برابر کړي، څو هغوی وکولای شي په راتلونکي کې د ټولنې د خدمت مصدر او د کار بازار د اړتیاوو ځواب ویونکي اوسي.