د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر ممتاز محصلین وستایل شول

کاردان پوهنتون د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ په ۱۵مه، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر هغه ممتاز محصلین چې تر نورو یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې، وستایل. په دې غونډه کې چې د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د یادو محصلینو ترڅنګ د پوهنتون استادانو او د محصلینو کورنیو او ملګرو هم ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې ۷۳ محصلینو ته ستاینلیکونه او یو شمېر نورو هغو ته چې تر نورو یې لوړې نمرې اخیستې وې د ۱۴۰۰ خزاني سمسټر لپاره د وړتیا پر بنسټ مالي مرستې هم ډالۍ شوې.

د کاردان پوهنتون رییس ډاکتر خالد حاتم په یاده غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وویل: «کاردان پوهنتون د یو مخکښ تحصیلي بنسټ په توګه په داسې مهال چې هېواد په یوه بحراني حالت کې و بیا هم هڅه وکړه، چې خپلو محصلینو او د هغوی له لارې یې کورنیو ته انګېزه ورکړي، چې په همدې لړ کې دادی نن موږ د خپلو غوره محصلینو د زیار او هلوځلو ستاینه کوو. دا په ښکاره تحصیلي اهدافو ته د رسېدو او د یوې ښې راتلونکې د درلودلو په برخه کې زموږ د محصلینو ژمنتیا څرګندوي.»

د تجارت ادارې محصلې هیلۍ ناصري په دې اړه وویل: «خوشاله یم چې د کاردان پوهنتون د ممتازو محصلینو په ډله کې راغلې یم او د غوره محصل جایزه مې ترلاسه کړه. د دا ډول پروګرامونو جوړېدل محصلین هڅوي، چې لا ډېرې هلې ځلې وکړي او د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي.»

نوموړې زیاته کړه، چې له وروستیو ننګونو سره سره کاردان پوهنتون وکولای شول د تېر په څېر محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او دا د محصلینو او د هېواد د تحصیلي ټولنې پر وړاندې د کاردان پوهنتون د ژمنتیا ښکارندويي کوي.

د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ یو تن محصل عبدالمتین صدیقي وویل: «د ممتازو محصلینو د ستاینې له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه کوم او خوښ یم چې په یو داسې تحصیلي بنسټ کې لوړې زده کړې کوم چې تل یې د خپلو محصلینو علمي لاسته راوړنې ستایلې دي.»

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د دا ډول پروګرامونو د جوړولو او د هر سمسټر په پای کې د وړتیا پر بنسټ محصلینو ته د مالي مرستو او بورسیو له ډالۍ کولو سره د هغوی د هلو ځلو او علمي لاسته راوړنو قدردانی کوي او هغوی ته دا انګېزه ورکوي، چې له هر ډول ننګونو سره مبارزه وکړي او هېڅ کله هم د علم او پوهې له ترلاسه کولو لاس پر سر نه شي.