د انجنیري ډیپارټمنټ محصلینو ته انجنیري سروې جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د انجنیري ډیپارټمنټ د ۱۴۰۰ کال د لړم په ۲۲مه، د خپلو محصلینو لپاره د انجنیري سروې جوړه کړه، څو د عملي کار په ترڅ کې له پیتې یا متر څخه د ګټې اخیستو په تړاو لازم پوهاوی تر لاسه کړي.

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ آمر انجنیر ګل الرحمن عبدالرحیمزي په دې اړه وویل: «دا سروې محصلین پر دې بریالي کوي، چې له پیتې یا متر څخه په استفادې د بېلابېلو زاویو اندازه واخلي او له هغوی سره مرسته کوي چې عمودي او موازي خطونه ترسیم یا په نښه کړي. ښاغلی عبدالرحیمزی زیاتوي، چې محصلین د دې سروې پرمټ اوس کولای شي له پیتې څخه په ګټې اخیستو د یوې ودانۍ چاپېریال ترسیم کړي.


د کاردان پوهنتون د سېول انجنیرۍ څانګه محصلینو ته د ودانیو، لویو لارو، پلونو، برجونو او د اوبو بندونو د جوړولو او بیارغولو په اړه مسلکي او تخصصي زده کړې ورکوي او هغوی پر دې بریالي کوي، چې د طراحۍ، محاسبې او د رغنیزو پروژو د پلي کېدو، نظارت او ارزونې ځانګړي مهارتونه ترلاسه کړي.


د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري پروګرام د کریډیټ سیستم پر بنسټ ولاړ دی، چې محصلین کولای شي له خپلې خوښې او مالي وضعیت سره سم مضمونونه وټاکي. په دې تحصیلي څانګه کې اساسي (اصلي) او عمومي مضمونونه تدریسېږي او د پروګرام په پای کې محصل اړ دی، چې د دفاع پروژه هم چمتو او وړاندې کړي.

د یادې تحصیلي څانګې په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bce.aspx