د تحصیلي کمپاین پیل او د ۱۴۰۰ خزاني سمسټر متفرقه آزموینې لپاره نوم لیکنه

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د افغانستان د ځوان نسل د لوړو زده کړو بهیر پر وړاندې نویو ننګونو او فرصتونو ته د ځواب ویلو په موخه یې د «» تحصیلي کمپاین پیل کړی دی. دا کمپاین پر دریو بنسټیزو محورونو د ۱۴۰۰ خزاني سمسټر لپاره د مالي مرستو پر ډېرېدو، د لیسانس او ماسټري پروګرامونو د محصلینو او فارغانو لپاره د کار او کار زده کړې فرصتونو پر برابرېدو او په افغانستان کې له لوړو زده کړو څخه د ټولنې د ملاتړ پر زیاتوالي راڅرخي. په ورته مهال، ټاکل شوې چې د کاردان پوهنتون د ۱۴۰۰ خزاني سمسټر د کانکور متفرقه آزموینه هم په پروان دو څانګه کې ډېر ژر واخیستل شي.

د دې کمپاین له لارې به کاردان پوهنتون د محصلینو، فارغانو، همکارو بنسټونو او خلکو په مرسته په افغانستان کې له لوړو زده کړو څخه یو جلا انځور وړاندې کړي. پر دې سربېره کاردان پوهنتون د هغې ژمنتیا له مخې چې د خپلو محصلینو او ټولنې پر وړاندې یې لري، اړمنو محصلینو ته ځانګړې مالي مرستې برابروي، څو هغوی وکولای شي له کوم اقتصادي ممانعت پرته دې پوهنتون کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. دا کمپاین په تحصیلي، مالي او کارموندنې برخو کې له محصلینو سره مرسته کوي، چې د لوړو زده کړو ترڅنګ په کاردان پوهنتون کې د تحصیل یو نه هېرېدونکې تجربه له ځان سره خوندي کړي.

بورسیې او مالي مرستې

د افغانستان اوسنیو اقتصادي شراېطو ته په پام او د کاردان پوهنتون د هغې ژمنتیا له مخې چې د ټولنې پر وړاندې یې لري، د ۱۴۰۰ کال خزاني سمسټر لپاره په خپلو مالي مرستو کې ډېروالی راولي. د کاردان پوهنتون مالي مرستې د لیسانس او ماسټري پروګرامونو پر شراېطو برابرو کسانو ته ډالۍ کېږي. دا مالي مرستې تحصیلي پروګرام او محصلینو اړتیاوو ته په پام له ۳۰ تر ۱۰۰ سلنه په فیسونو کې کموالی څرګندوي.

د ټولنې ګډون
د کاردان پوهنتون محصلین، فارغان، استادان او کارکوونکي به په دې مهم او حساس وخت کې د لوړو زده کړو په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره ګډ کار ترسره کړي. موږ خپل محصلین، استادان او کارکوونکي هڅوو، چې له اوسنیو ترینګلو شراېطو سره بېره له موږ سره خپل انګېزه لرونکي داستانونه، لاسته راوړنې او ارمانونه شریک کړي. که تاسو غواړئ، چې د لوړو زده کړو د اهمیت په موخه خپل پیغامونه له موږ سره شریک کړئ؛ نو همدا اوس له موږ سره اړیکه ونیسئ.