د کاردان پوهنتون د استادانو او کارکوونکو د ۲۰۲۱ کال عمومي غونډه جوړه شوه

کاردان پوهنتون د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۶مه نېټه، د خپلو کارکوونکو او استادانو عمومي غونډه جوړه کړه. په‌دې غونډه کې هغوی ته د پوهنتون په کچه د پرمختګونو، لاسته‌راوړنو، ننګونو او راتلونکي مسیر په‌تړاو هر اړخیز مالومات ورکړل شول.

د ناستې په پیل کې، د پوهنتون د بشري سرچینو مدیر محمد موسی فاروقي د کاردان پوهنتون هغه کارکوونکي چې د ۲۰۲۱ کال په‌ترڅ کې له‌دې پوهنتون سره یو ځای شوي وو، معرفي او کاردان پوهنتون ته یې د هغوی د راتګ هرکلی وکړ. وروسته د یو ویډیو پرزنټېشن له لارې د کاردان پوهنتون د ۲۰۲۵ کال د ویژن یا سټراتیژیک پلان، د پوهنتون د سټراتیژیکو موخو او اصلي ارزښتونو په‌تړاو مالومات وړاندې شول.

تر ویډیو پرزنټېشن وروسته د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د پوهنتون د پراخو پرمختګونو، لاسته‌راوړنو، ننګونو او راتلونکي مسیر په‌اړه پرزنټېشن وړاندې کړ. ښاغلي رحماني د خپلو خبرو په‌ترڅ کې وویل: «موږ یو له هغو محدودو بنسټونو څخه یو، چې له ګڼو ستونزو سره‌سره له خپلو ژمنو، پشت‌کار او عزم څخه لاس نه‌اخلو. موږ په ۲۰۰۲ کال کې له ۳۰۰ امریکايي ډالرو پانګونې سره د کاردان پوهنتون د بنسټ ډبره کېښوده، مګر موږ ژمنه کړې وه هر هغه څه چې لاسته یې راوړو په کاردان پوهنتون به یې لګوو. موږ له یوه واړه نهاد څخه په ۲۰۰۶ کال کې لومړني خصوصي پوهنتون ته ارتقا وکړه او اوس د افغانستان تر ټولو غوره پوهنتون یو.»

ښاغلي رحماني کرونا وبا ته د دې پوهنتون د غبرګون په‌اړه وویل: «د کرونا ویروس خپرېدو ته زموږ ځواب حیران‌ونکی و. موږ خپلو محصلینو ته آنلاین زده‌کړې پیل او وضعیت مو کنټرول کړ. زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې موږ په افغانستان کې د څېړنې پر بنسټ یوازینی بنسټ یو.»

د کاردان پوهنتون عمومي رییس زیاته کړه: «موږ د پوهنتون له‌پاره خپله ودانۍ یا کمپس جوړو. یو نړیوال کمپس او له دې لارې به خپلو اکاډمیکو پروګرامونو ته پراختیا ورکړو. که سوله راشي؛ نو په افغانستان کې هېڅ څوک زموږ پر وړاندې نه‌درېدلی شي او نه هم له موږ سره سیالي کولای شي، ځکه موږ د کاردان پوهنتون د لا پراختیا له‌پاره هلې‌ځلې کوو.»

د ښاغلي رحماني د پرزنټېشن تر پای ته رسېدو وروسته د ناستې ګډون‌والو هم د کاردان پوهنتون د راتلونکي مسیر په‌اړه خپل نظرونه شریک کړل. د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ استاد محمد کوثر دولت‌زي په‌دې اړه وویل: « کله چې زه کتونکی استاد وم، ما د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ په همکارۍ خپله لومړۍ څېړیزه مقاله ولیکله. دا ښيي چې کاردان پوهنتون د څېړنو پر بنسټ ولاړ پوهنتون دی او خپل استادان هڅوي چې باکیفیته څېړنې ترسره کړي.»

د کاردان پوهنتون د دفتر رییس ډاکتر محمد ظاهر ایوبي د یوه محصل په مثال راوړلو سره وویل، چې کاردان پوهنتون په هېواد کې تر ټولو پرمختللی تحصیلي نصاب لري. ښاغلي ایوبي زیاته کړه: «زموږ یو تن محصل چې دلته یې تر شپږم سمسټر پورې زده‌کړې کړې وې، د امریکا کلیفرونیا ایالت ته کډوال شو، وروسته چې په نوموړي ایالت کې یو پوهنتون ته خپل ټرانسکرپټ وړاندې کړ هلته اجازه ورکړل شوه چې له اووم سمسټر څخه خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

له خپل لومړني سټراتیژیک پلان څخه د ترلاسه شویو تجربو پرمټ موږ د ۲۰۲۵ کال سټراتیژیک پلان په مشارکتي، راڼه او ټولیز ډول طرحه کړ. د ۲۰۲۵ کال ویژن، پنځه سټراتیژیک اهداف او دوه سټراتیژیک نوښتونه په بر کې نیسي. سټراتیژیک اهداف عبارت دې له: اکاډمیکه پراختیا او غوره‌والی، د محصلینو او فارغانو بریالیتوب، څېړنیز غوره‌والی، برنډ پېژنده او بنسټیزه پراختیا ده. دوه سټراتیژیک نوښتونه بیا د لوړو زده‌کړو د پراختیا مرکز او د کاردان بنسټ جوړېدل دي.

د کاردان پوهنتون د ۲۰۲۵ کال د سټراتیژیک پلان په‌تړاو د لا ډېرو مالوماتو له‌پاره: https://kardan.edu.af/Vision2025/