په اسلام کې د سولې او عدالت په تړاو آنلاین مالوماتي پروګرام جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۳۱مه، د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو له ډلې شپاړسم هدف (سوله، عدالت او پیاوړي بنسټونه) ته د رسېدو په برخه کې د خپلې ژمنتیا له مخې په اسلام کې د سولې او عدالت تر نامه لاندې آنلاین مالوماتي پروګرام جوړ کړ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سلاکار نجیب الله عمري او د سولې په چارو کې د دولت وزارت استازي عبدالقادر ثاقب دا آنلاین مالوماتي پروګرام ګډونوالو ته وړاندې کړ. د پروګرام ویناوالو د اسلام له نظره د سولې او عدالت او د تلپاتې سولې په تړاو د غوره لارو چارو په تړاو بحث او خبرې اترې وکړې. د دې پروګرام د جوړېدو آره موخه په اسلام کې د سولې او عدالت په اړه د محصلینو د پوهاوي کچې لوړېدل و.

د اقتصاد ډیپارټمنټ استاد محمد یوسف الکوزي په دې اړه وویل: «د دې پروګرام جوړېدو د تلپاتې پراختیا شپاړسم هدف ته د رسېدو په برخه کې زموږ ژمنتیا څرګندوي. موږ له دولتي بنسټونو په ځانګړي ډول د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په ګډه هڅه کو، چې محصلین په اسلام کې د سولې او عدالت او د تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې غوره لارې چارې زده کړي.»

که تاسو هم غواړئ، چې د اقتصاد په څانګه کې لوړې زده کړې وکړئ او غواړئ په دې برخه کې مو خپل مهارتونه پیاوړي او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ونډه ولرئ، نو د اقتصاد څانګې ستاسې لپاره غوره ټاکنه ده. د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bsc.aspx