د کرونا وبا پرمهال د غوره مدیریتي لارو چارو په تړاو د روزنیز سیمینار جوړېدل

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۴مه، د کرونا وبا پرمهال د غوره مدیریتي لارو چارو په تړاو آنلاین روزنیز سیمینار جوړ کړ. دا سیمنیار د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف: باکیفیته زده کړو او اولسم هدف: د اهدافو لپاره ګډون، ته د لاسرسي په برخه کې د کاردان پوهنتون ژمنتیا پر بنسټ جوړ شوی و.

د علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د پروګرامونو مدیر او د سټراتیژیکو بشري سرچینو د مدیریت برخې مسلکي محمد علي د دې سیمینار مېلمه او د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ استاد مصباح الدین بابکرخېل د کوربه دنده پر غاړه دلودله.

د یاد آنلاین سیمینار په ترڅ محصلین د کرونا وبا پرمهال له ترټولو غوره او نویو مدیریتي مېتودنو سره آشنا شول. د سیمینار پر دوام محصلینو د موضوع اړوند خپلې پوښتنې مطرح او د کرونا وبا په لړ کې له سرچینو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستو په تړاو بشپړ مالومات ترلاسه کړل.
ښاغلي علي په دې سیمینار کې د محصلینو ګډون او د هغوی د پوهې کچه وستایله زیاته یې کړه: «خوښ یم چې د کاردان پوهنتون بااستعدادو محصلینو ته مې سیمینار وړاندې کړ. دا د مجربو استادانو د هڅو او په کاردان پوهنتون کې له غوره مدیریتي لارو چارو څخه د ګټې اخیستو ښکارندويي کوي.»

د سیمینار په پای کې محصلینو د موضوع اړوند خپل پوښتنې او نظریات شریک او د دا ډول سیمینارونو جوړول یې خورا ګټور وبلل. ښاغي مصباح الدین په پای کې د محصلینو له فعال ګډون او د ښاغلي محمد علي له هلو ځلو څخه مننه وکړه.

د کاردان پوهنتون د تجارت څانګه کې لیسانس تاسو له علمي لید لوري، عملي وړتیاو او مسلکي مهارتونو سره ټولنې ته ور پېژني او د خپلې خوښې وړ کار او کسب آسانتیاوې درته برابروي. د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې څانګې فارغان د خپلو زده کړو او ترلاسه شویو مهارتونو پر مټ په دې بریالي شوي، چې خصوصي شرکتونه رامنځ ته کړي، د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي او یا هم ملي او نړیوال بنسټونه مدیریت کړي.

د دې څانګې په تړاو د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bba.aspx