کاردان پوهنتون له ملي راډیو تلوېزیون سره د کار بازار په تړاو ژوندی مالوماتي پروګرام جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر، د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون د بشري سرچینو له سلاکار ښاغلي حبیب بهزاد سره د افغانستان د کار بازار په‌تړاو خبرې‌اترې وکړې. دا پروګرام د پنج‌شنبې په ورځ، د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۲۰مه، د کاردان پوهنتون له فېسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه وړاندې شو.

د دې پروګرام په ترڅ کې ښاغلي بهزاد د رسنیو، د ګمارنې د لارو چارو او د افغانستان په ملي راډیو تلوېزیون کې د کاري فرصتونو د موندلو په‌اړه عمومي مالومات وړاندې کړل.


دې پروګرام هغو کسانو ته چې پوهنتون نه لولي هم دا فرصت برابر کړ چې د دندې د ترلاسه کولو مهارتونه، کار مارکېټ کې د اوسنیو دندو او په افغانستان کې د ګمارونکو بنسټونو په تړاو مهم مالومات ترلاسه کړي. دا پروګرام د کاردان پوهنتون له رسمي فېسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه زرګونو کسان ولیده.

ښاغلي بهزاد د دې پروګرام لیدونکو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون دوه مهمې برخې لري، چې یوه یې د رسنیو او بله یې د اداري چارو اړوند ده. موږ پر شراېطو برابرو کسانو ته خورا ډېر کاري فرصتونه وړاندې کوو او خوښ یو، چې د دې بنسټ په خالي بستونو کې د کاردان پوهنتون پر شراېطو برابرو محصلینو او فارغانو ته هم فرصت ورکوو.»

د کاردان پوهنتون د کار موندنې خدمتونو دفتر مدیر محمد امین حکیمي وویل: «دا آنلاین مالوماتي پروګرام د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د بنسټیز کېدو په برخه کې د کاردان پوهنتون د ژمنتیا پر بنسټ د ټولو عامو هېوادوالو لپاره ترسره شو، څو وکولای شي له دې لارې د افغانستان د بېلابېلو بنسټونو په تړاو مالومات ترلاسه کړي او د هغوی خالي بستونو ته نوم لیکنه وکړي.»

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر د دې پوهنتون له محصلینو او فارغانو سره د کاري مهارتونو او د کار او کار زده کړې فرصتونو په ترلاسه کولو کې اړینه مرسته کوي. دا دفتر د روزنیزو او مسلکي پراختیايي پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې محصلین او فارغان خپلو شخصي او مسلکي موخو ته ورسېږي.

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر په تړاو د نورو مالوماتو لپاره: https://bit.ly/3w4JrpF
د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/sustainability/