په چاپېریال ساتنه کې د رسنیو د ونډې په تړاو ژوندی مالوماتي پروګرام وړاندې شو

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډيپارټمنټ د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیایي اهدافو د بنسټیز کېدو په موخه، په چاپېریال ساتنه کې د رسنیو د ونډې په تړاو ژوندی مالوماتي پروګرام وړاندې کړ.

دا پروګرام چې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۲۵مه نېټه د کاردان پوهنتون له رسمي فېسبوک پاڼې خپرېدهٔ، د کابل ښار د چاپېریال ساتنې د رییس محمد کاظم همایون له لوري د موضوع اړوند هر اړخیز مالومات شریک شول. دې پروګرام هغو کسانو ته چې پوهنتون نه لولي هم دا فرصت برابر کړ چې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو او په چاپېریال ساتنه کې د رسنیو د ونډې په تړاو مهم مالومات ترلاسه کړي.

د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې رییس محمد کاظم همایون د خپلو خبرو په لړ کې څرګنده کړه، چې د چاپېریال ساتل د بېلابېلو سکټورنو ترمنځ ګډو همکاریو ته اړتیا لري او رسنۍ په دې برخه کې د هڅو د بسیج کېدو په برخه کې خورا بنسټیز رول لوبولای شي. له همدې امله باید د هغو خصوصي او دولتي سکټورنو ترمنځ چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې کار او فعالیت کوي یوه ریښتینې هوکړه موجوده وي. ښاغلي همایون د عامه پوهاوي کچې د لوړولو او د چاپېریال ساتنې اړوندو پروګرامونو د جوړولو له امله له کاردان پوهنتون څخه ځانګړې مننه وکړه.

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ استاد نورالله بابکرخېل چې له ښاغلي همایون سره یې یاد پروګرام وړاندې کاوه، څرګنده کړه، چې د چاپیریال ساتنه یوازې د حکومت دنده نه ده؛ بلکې د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د چاپېریال په ساتلو کې خپله ونډه ادا کړي.

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ، د کاردان پوهنتون د سټراتیژۍ پر بنسټ او له نوي او مډرن نصاب څخه په ګټه اخیستو په اطلاع رسونې، عامه پوهاوي، ټولیزو زده کړو او نورو اړوندو برخو کې متخصص او مسلکي کادرونه روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

د کادران پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ ژمن دی، چې محصلین د ژورنالېزم له پرمختللیو او بنسټیزو ژانرونو او معیارونو سره بلد کړي او ترڅنګ یې د لیکوالۍ مینه، انتقادي فکر او د ټولنې له بېلابېلو اړخونو سره د اړیکو وړتیا او مهارتونه پکې وروزي.

د یاد ډیپارټمنټ په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bj.aspx