د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو ته د پروژې مدیریت په‌تړاو روزنیز پروګرام جوړ شو

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سټراتیژیکو همکاریو دفتر، د ملګرو ملتونو اوولسم تلپاتې پراختیايي هدف (د اهدافو د ترلاسه‌کولو له‌پاره ګډون) ته د رسېدو او د افغانستان د کرکټ بورډ کارکوونکو د ظرفیت‌لوړولو په‌موخه د پروژې مدیریت په‌تړاو روزنیز پروګرام جوړ کړ. دا پروګرام د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي میاشتې له ۱۵ تر ۲۰مې نېټې د افغانستان کرکټ بورډ کې جوړ شوی و.

د دې روزنیز پرورګرام په ترڅ کې د پروژې د سایکل، تلپاتې والي، محدودیتونو، کاري شریکانو او ورته نورو موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې اترې وشوې. کاردان پوهنتون په دې باور دی، چې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د ترلاسه کولو په موخه باید حکومت، مدنې ټولنه، سیانس پوهان، څېړونکي او خصوصي سکټور ګډ کار ترسره کړي. له همدې امله کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو د پوهاوي کچې د لوړولو په ځانګړي ډول د پروژې د پلي کېدو او پایښت په برخو کې د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو ته یاد روزنیز پروګرام جوړ کړ.

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سټراتيژیکو اړیکو د دفتر مدیر محمد صمیم سدید په دې اړه وویل:« خوښ یم، چې له ګڼو ننګونو سره سره کاردان پوهنتون د افغانستان کرکټ بورډ د یوه علمي شریک په توګه د دې بورډ کارکوونکو ته د پروژې مدیریت په تړاو روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره جوړ کړ. کاردان پوهنتون په دې باور دی، چې د افغانستان په کاري ځواک کې تر یوه بریده د مهارتونو تشه موجوده ده او د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په ترلاسه کولو کې له ملي او نړیوالو سازمانونو سره همکارۍ ته اړتیا ده. له دې امله چې موږ د یادو اهدافو په ترلاسه کولو کې فعاله ونډه ولرو، اړتیا ده، چې بېلابېل روزنیز ورکشاپونه او د پوهاوي کچې د لوړولو ناستې جوړې کړو.»

د افغانستان کرکټ بورډ د اداري او بشري سرچینو سرپرست مدیر حامد راحیدي د یاد روزنیز ورکشاپ په اړه وویل:« د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کې مو خورا ډېر څه زده کړل او له وړاندې کوونکي او د محتویاتو له جوړونکي یې مننه کوم. د دې ټریننګ یوه مثبته اغېزه دا وه، چې موږ ته یې انګېزه وبښله چې هېڅکله هم باید د زده کړې، ظرفیت لوړولو او مهارتونو ترلاسه کول بهیر ته د پای ټکی کې نه ږدو.»

د دې روزنیز پروګرام په وروستۍ ورځ د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سټراتیژیکو همکاریو دفتر د ورکشاپ پر ګډونوالو بری لیکونه هم ووېشل. د افغانستان کرکټ بورډ بیا د خپلو کارکوونکو د ظرفیت‌لوړولو په‌برخه کې د کاردان پوهنتون هڅو ته د درناوي په‌پار د دې پوهنتون د تجارت ادارې استاد محمد نبي ناېل ته چې دا روزنیز ورکشاپ یې وړاندې کړ، یو ستاینلیک او د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل لباس ډالۍ کړ.

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سټراتیژیکو همکاریو دفتر په تړاو د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/International-Affairs/