د تلپاتې پراختیايي اهدافو په بنسټیز کېدو کې د رضاکارانو د ونډې په تړاو ژوندی مالوماتي پروګرام جوړ شو

کاردان پوهنتون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو سازمان په همکارۍ د پنج‌شنبې په ورځ (۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰) د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په بنسټیز کېدو کې د رضاکارانو د ونډې په تړاو ژوندی مالوماتي پروګرام جوړ کړ.

په‌دې مرکه کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو بنسټ کې د کاري فرصتونو، د رضاکارانه فعالیتونو د ګټو او د تلپاتې پراختیايي اهدافو د بنسټیزو کېدو په برخه کې له یاد بنسټ سره د کاردان پوهنتون د ګډو همکاریو په‌تړاو بحث او خبرې‌اترې وشي.

په دې ژوندي مالوماتي پروګرام کې چې د کاردان پوهنتون له رسمي فېسبوک پاڼې خپرېده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د رضاکارانو مسوول ښاغلي اېمل فېروز ځلاند د ملګرو ملتونو د رضاکارانو سازمانو او د هغه د فعالیتونو په تړاو لیدونکو ته هر اړخیز مالومات ورکړل.

ښاغلي ځلاند زیاته کړه، چې رضاکارانه فعالیتونه د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۳۰ کال د اجنډا بنسټ تشکیلوي او رضاکاران د تلپاتې پراختیايي اهدافو په ترلاسه کولو کې مهم شریکان ګڼي. نوموړي څرګنده کړه، چې رضاکار کېدل باید په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ پر یو مهم کلتور باندې بدل او د هېواد په ټولو پراختیايي پروګرامونو کې بنسټیز شي.

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر مسوول شمس فورملي په دې اړه وویل، چې کاردان پوهنتون د افغانستان لومړنی پوهنتون چې د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د اغېزلرونکو پوهنتونونو په ډله کې راغلی کوم، چې په ټولنه کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په بنسټیز کېدو کې مهمه ونډه لرلې ده. د دې ترڅنګ، کاردان لومړنی پوهنتون دی چې په همدې موخه یې د تلپاتې پراختیا دفتر، د لوړو زده کړو د پراختیا مرکز او د تلپاتې پراختیا لپاره د ځوانو سفیرانو ټولنه رامنځ ته کړې ده.

د همدې لپاره کاردان پوهنتون تاییدوي، چې تلپاتې پراختیا د محصلینو، ټولنې او د راتلونکو بریالیتوبونو لپاره خورا اهمیت لري. له همدې امله، تلپاتې پراختیا د کاردان پوهنتون یو له مهمو سټراتیژیکو موخو څخه ګڼل کېږي او هغه ته په ټولو چارو کې انعکاس ورکوي.

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر په تړاو نورو ولولئ: www.kardan.edu.af/sustainability