کاردان پوهنتون خپل ملي اکاډمیک اعتبار د تر ټولو لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره وساته

کاردان پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په وروستۍ ارزونه کې چې د ۱۳۹۹ کال په سلواغې میاشت کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارنو د ساتنې په موخه ترسره شوه، د ۹۳.۳۳ نمرو په ترلاسه کولو سره بریالی شو، چې د دې وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست له لوري تر ټولو لوړ ځای خپل کړي.

تر دې وړاندې کاردان پوهنتون په ۱۳۹۷ کال کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کیفیت د تضمین درې پړاونو له بشپړولو وروسته، چې د هېواد تحصیلي بنسټونو ته د ملي اکاډمیک اعتبار د ورکړې په موخه په لار اچول شوي وو، د ۸۹.۴ نمرو په ترلاسه کولو سره چې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ترمینځ لوړې نمرې وې، خپل ملي اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ. پر همدې بنسټ د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست هر کال هغه پوهنتونونه چې ملي اکاډمیک اعتبار یې ترلاسه کړی، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو د ساتلو په موخه ارزوي.

د کاردان پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال محمد حلیم بهادر د کاردان پوهنتون له لوري د دې ارزښتناکې لاسته راوړنې په تړاو داسې وایي: «د کیفیت د تضمین بهیر دا ایجابوي چې هغه تحصیلي بنسټونه چې ملي اکاډمیک اعتبار یې ترلاسه کړی، تل وارزول شي. کاردان پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په وروستۍ ارزونه کې چې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو د ساتلو په موخه ترسره شوه، تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې. دا لاسته راوړنه د کاردان پوهنتون د ټولو محصلینو او فارغانو لپاره د خورا اهمیت وړ ده.»

په ورته مهال، د تجارت ادارې محصل جمشېد خان صمیم د لوړو زده کړو وزارت په ارزونه کې د کاردان پوهنتون له لوري د لوړو نمرو د ترلاسه کولو په اړه وايي: «لومړی خپلو ټولګیوالو، استادانو او ټولو محصلینو او فارغانو ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین په ارزونه کې د کاردان پوهنتون له لوري د لوړو نمرو د ترلاسه کولو مبارکي وايم او د خوښۍ احساس کوم، چې په داسې یو پوهنتون کې پر لوړو زده کړو بوخت یم.»

کاردان پوهنتون د تېرو کلونو په ترڅ کې دغه راز بریالی شوی چې د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو د اعتبار ورکولو له نړیوالې شورا (IACBE) څخه د تجارت ادارې د لیسانس او ماسټري څانګو لپاره نړیوال اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړي. د دې ټولو ترڅنګ دا پوهنتون اوسمهال د تحصیلي اعتبار ورکولو د یو شمېر نړیوالو بنسټونو له هغې ډلې د لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو شورا (CHEA)، د آسیاـپاسفیک د کیفیت د تضمین شبکې، د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو نړیوالې شبکې او د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو او پروګرامونو د اعتبار ورکولو شورا غړیتوبونه لري.

د باکیفیته او مډرنو تحصیلي خدمتونو د برابرولو له لارې د یوې روښانه راتلونکې لپاره زموږ ژمنتیا پر خپل ځای ده او د افغانستان د تر ټولو غوره پوهنتون په توګه هڅه کوو چې د محصلینو، فارغانو او د افغانستان د اکاډمیکې ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره ډاډمن ګامونه واخلو.

د کاردان پوهنتون د ملي او نړیوال اعتبار په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره: kardan.edu.af/Quality-Assurance/