د کاردان پوهنتون د محصلینو نوی پورټال پرانېستل شو

کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف ته د رسېدو په برخه کې یو بل مهم ګام چې د محصلینو او استادانو لپاره د نوي پورټال جوړول دي، واخیست. دا د افغانستان د لوړو زده کړو په برخه کې تر ټولو پرمخ تللی روزنیز پورټال دی.

کاردان پوهنتون د پنج‌شنبې (۱۶ غویی ۱۴۰۰) په ورځ یې د محصلینو او استادانو نوی پورټال چې پر نړیوالو معیارونو برابر دی، د دې پوهنتون د مشرتابه پلاوي او علمي ټیم په حضور کې پرانېست. نوی پورټال درسي موادو ته د لاس‌رسي، د درسي بحثونو د شریکولو، د کورنیو دندو او صنفي آزموینې د چټک اپلوډولو، ډیجیټالي ټرانسکرپټ ته د محصلینو د آسانه لاس‌رسي، د مضمونونو د غوراوي، د استادانو د ارزونې او د ورکړل شویو فیسونو د کتنې ځانګړنې لري.

دا ټکنالوژي چې په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کال کې تولید شوه د اړیکو، انعطاف منلو او نورو ځانګړنو ترڅنګ له محصلینو سره د زده کړو په برخه کې هم مرسته کوي. د دې سیسټم ځانګړنې د کرونا وبا پرمهال نورې همې پراخې شوې، چې له هغې ډلې آنلاین حاضري، درسونه، آزموینې او د محصلینو او استادانو ترمنځ اړیکې یې هم په بر کې ونیولې. د کاردان پوهنتون د اطلاعاتو د مدیریت سیسټم ویاړي، چې د دې ټکنالوژۍ تر ټولو وروستۍ بڼه یې له خپلو محصلینو او استادانو سره د مرستې او همکارۍ په موخه پر لار واچوله.

د کاردان پوهنتون د اطلاعاتو د مدیریت سیسټم همغږی کوونکی علاوالدین قریشي په دې اړه وویل: «کاردان پوهنتون روزنیز پورټال درلود، چې د کرونا وبا پرمهال یې له محصلینو او استادانو سره د آنلاین زده کړو په برخه کې مرسته کوله، اوس موږ دې پورټال ته لا ډېره پراختیا ورکړه.»

ښاغلي قریشي زیاته کړه، شاوخوا دوه میاشتې وخت یې ونیو چې دا پورټال ډیزاین او پرانېزو. په ویاړ سره ویل شم چې د کاردان پوهنتون د محصلینو نوی پورټال پر نړیوالو معیارونو برابر دی.

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د ماسټرۍ څانګې محصله فرزانه د محصلینو د پورټال د اپډېټ کېدو له امله د کاردان پوهنتون له مشرتابه پلاوي څخه مننه کوي. نوموړې زیاتوي: «د دې پورټال په مرسته موږ کولای شو درسي مواد، د خبرو اترو فورمې، کورنۍ دندې او آزموینې په یو ځای کې ووینو. د دې ترڅنګ په خورا اسانۍ سره کورنۍ دندې ډانلوډ او تر بشپړولو وروسته یې اپلوډ کولای شو. په دې ټولو سربېره، د هر سمسټر په پای کې د مضمونونو ټاکل یا نه ټاکل هم ډېر ساده شوي دي.»

د کاردان پوهنتون د اطلاعاتو د مدیریت سیسټم دفتر د دې پوهنتون د ټکنالوژيکي اړتیاوو د پوره کولو مسوولیت پر غاړه لري او پر همدې بنسټ د محصلینو، استادانو او کارکوونکو لپاره د نړۍ وروستۍ ټکنالوژۍ وسایل برابروي.

د کاردان پوهنتون د اطلاعاتو د مدیریت سیسټم په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/mis