د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اقتصاد وزارت په مشورتي ناسته کې ګډون وکړ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د هېواد د داوطلبانه راپورVNR-2021 په لومړۍ مشورتي ناسته کې، چې د ۱۴۰۰ کال د غويي میاشتې په ۱۲مه اقتصاد وزارت کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ. یاد وزارت د هېواد د داوطلبانه راپور د چمتو کولو او د ۲۰۲۱ په جولای کې د لوړې کچې سیاسي مرجعې (HLPF) ته د لېږلو په موخه د اړوندو دولتي او خصوصي ادارو له هغې ډلې د پوهنتونونو، خصوصي سکټور، د مدني ټولنې د سازمانونو او پراختیايي شریکانو استازو ته په حضوري او مجازي ډول په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

د ناستې په پیل کې د هېواد د اقتصاد وزیرې داکتر کریمه حامد فاریابي او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) استازي عبدالله الدرداري د ناستې د جوړېدو په اړه ګډونوالو ته مالومات ورکړل. وروسته د یاد وزارت مسلکي معین نبي سروش د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د اوسني اوضعیت، د هېواد پخواني داوطلبانه راپور، د کرونا اړوندو نویو ننګونو، تبعیض، نابرابرۍ او د چاپېریال د بدلون په ناستې ته مالومات وړاندې کړل.

د هېواد د داوطلبانه راپور سلاکار ډاکتر اسماعیل رحیمي د دې راپور په اړه د ناستې ګډونوالو ته هر اړخیز مالومات ورکړل. هغه د دې راپور د لوړې کچې سیاسي ټولنې په اړه چې د تلپاتې پراختیا د اقتصادي، ټولنیزو او چاپېریالي برخو د ودې سبب ګرځي خبرې وکړې.

وروسته د ناستې نورو ګډونوالو هم په خپل وار خبرې وکړې. د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادې مېرمن ساجد طیب د کاردان پوهنتون په استازیتوب خبرې وکړې او په دې ناسته کې کاري شریکانو ته د ګډون زمینې برابرولو له امله له اقتصاد وزارت څخه مننه وکړه. نوموړې دغه راز د تلپاتې پراختیايي اهدافو د ترلاسه کولو په برخه کې د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ له لوري په نړیواله درجه بندۍ کې د کاردان پوهنتون د راتللو په اړه هم مالومات وړاندې کړل.

د دې ترڅنګ یې د کاردان پوهنتون د ۲۰۲۰ – ۲۰۱۹ کال د تلپاتې پراختیا راپور او د یادو موخو په ترلاسه کولو کې د دې بنسټ ګډون ته هم اشاره وکړه. مېرمن طیب له اقتصاد وزارت سره د دې ناستو په جوړولو او په هغه کې د کاردان پوهنتون له ګډون څخه هم ډاډ ورکړ.

د ویلو وړ ده، چې کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته د رسېدو په برخه کې بېلابېلې مالوماتي ناستې، سمپوزیمونه او سیمینارونه جوړ کړي دي. دغه راز، د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو درېیم سمپوزیم او لومړنی ملي کنفرانس د دې لړۍ راتلونکي پروګرامونه دي.

د اقتصاد پوهنځي په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/faculty_of_economics.aspx