د کاردان پوهنتون د فارغانو لپاره د ځانګړې غونډې جوړېدل

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو او له فارغانو سره د اړیکو دفترونو د ۱۴۰۰ کال د غويي میاشتې په دویمه نېټه، د ۱۳۹۹ کال د بېلابېلو څانګو فارغانو ته په ماسټري څانګه کې ځانګړې غونډه جوړه کړه.

له نویو فارغانو سره د اړیکو پیاوړتیا، د پوهنتون په پراختیايي پروګرامونو کې فارغانو ته برخه ورکول او له فراغت وروسته د کارموندنې خدمتونو او له فارغانو سره د اړیکو دفتر له پروګرامونو او فعالیتونو سره د هغوی بلدتیا، د دې غونډې د جوړېدو مهمې موخې وې.

په دې ناسته کې فارغانو، د یادو دفترونو له خدمتونو څخه د ګټې اخیستو، د فارغانو په شبکه کې د ګډون، په ملي او نړیوالو بنسټونو کې د کارموندنې فرصتونو او د پوهنتون په پراختیا کې د هغوی د ونډې په تړاو مالومات ترلاسه کړه او له یو بل سره د پېژندلو زمینه هم برابره شوه.

د کاردان پوهنتون له فارغانو سره د اړیکو دفتر مسوول اقبال نهضت په دې اړه وویل: «ننی پروګرام په حقیقت کې د کاردان پوهنتون له فارغانو سره د اړیکو دفتر د هغې ژمنتیا څرګندول دي، چې له فارغانو سره باید تلپاتې اړیکې پیاوړتیا ومومي او په علمي او مسلکي برخو کې له فراغت وروسته د هغوی ملاتړ وشي. په دې ناسته کې فارغانو فرصت درلود چې د فارغانو شبکې او د هغو فرصتونو په اړه چې تر فراغت وروسته په کاردان پوهنتون کې موجود دي، مالومات ترلاسه کړي.»

په ورته مهال د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر مسوول محمد امین حکیمي په دې اړه وویل: «دا پروګرام د کاردان پوهنتون د فارغانو لپاره یو ښه فرصت و، چې د موجودو کاري او کار زده کړو فرصتونو په اړه مالومات ترلاسه کړي او دا چې څنګه د کار بازار ته چمتو او زموږ له روزنیزو پروګرامونو څخه برخمن شي. موږ د کارموندنې خدمتونو دفتر کې د خپلو فارغانو لپاره د مناسبې دندې په پیداکولو او د هغوی د مهارتونو په پیاوړتیا کې لازمې لارښوونې وړاندې کوو او له هغوی سره مرسته کوو چې خپلو کاري او مسلکي موخو ته ورسېږي.»

د کاردان پوهنتون له فارغانو سره د اړیکو دفتر ژمن دی، چې د بېلابېلو ټولنیزیو، علمي او کلتوري پروګرامونو د جوړېدو له لارې تر فراغت وروسته هم د خپلو محصلینو لپاره د علمي او مسلکي ودې زمینه برابره کړي.