د کاردان پوهنتون استاد د سوداګرۍ برخه کې د لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو نړیوالې شورا په کلني کنفرانس کې خپله مقاله وړاندې کړه

د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف: باکیفیته زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې کاردان پوهنتون د ژمنتیا پر بنسټ د دې پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ آمر قیس محمدي د سوداګرۍ برخه کې د لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو نړیوالې شورا په کلني کنفرانس کې «د علومو په مدیریت کې د تجربي زده کړو اغېز» تر نامه لاندې د ۱۴۰۰ کال د وري په ۲۷مه، خپله مقاله وړاندې کړه.

ښاغلي محمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې په سوداګرۍ مطالعاتو کې د تجربي زده کړو پر اغېز ټینګار وکړ. نوموړي له تېرو څو کلونو راهیسې له هغه مکانیزم څخه چې د تجربي زده کړو لپاره یې په کاردان پوهنتون کې طرحه کړی ګټه اخلي. دا سیمینار چې د زده کړو په برخه کې د هغه د څېړنو پر بنسټ ترسره شوی، ښيي چې دا چاره د محصلینو د زده کړو په برخه کې خورا ګټوره ده. هغو محصلینو چې د تېر یو سمسټر په ترڅ کې د تجربي زده کړو له میتود څخه ګټه اخیستې د هغو محصلینو په نسبت چې له دې میتود څخه یې ګټه نه ده اخیستې د پام وړ پرمختګ لري.

دا کنفرانس په مجازي ډول د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې له ۲۴ تر ۲۷مې نېټې جوړ شوی و، څو د یادې شورا سیمه ییزو غړو ته د مسلکي ودې او د خپلو تجربو او لاسته راوړنو د شریکولو فرصت برابر کړي.

د سوداګرۍ برخه کې د لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو نړیواله شورا چې مقر یې د امریکا متحده ایالتونو په کنساس ښار کې دی، د ۱۹۹۷ میلادي کال په ترڅ د لوړو زده کړو د هغو مدیرانو، د سوداګرۍ پروګرامونو د رهبرانو او علمي پلاوي د غړیو غوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه رامنځته شوه، کوم چې د ماموریت او پایلو پر بنسټ د اعتبار ورکولو پروسې غوښتونکي وو.

دا شورا د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه غړي لري او د سوداګرۍ اړوند څه باندې ۱۸۰۰ سوداګریز پروګرامونه یې منلي دي. د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د لیسانس او ماسټرۍ څانګو هم له دې شورا څخه خپل علمي اعتبار ترلاسه کړی دی.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ په اړه: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bsc.aspx