د ځوانو سفیرانو ټولنې غړیو د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو مالوماتي ناسته کې ګډون وکړ

د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا او ګډون دفتر د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته د لاسرسي په برخه کې د خپلې ژمنتیا پر بنسټ د ۱۴۰۰ کال د غوايي میاشتې په ۱۴مه، د دې پوهنتون د تلپاتې پراختیا لپاره د ځوانو سفیرانو ټولنې غړیو ته د یادو اهدافو په تړاو مالوماتي ناسته جوړه کړه. د ځوانو سفیرانو ټولنې په تړاو د مالوماتو وړاندې کول، د دې ټولنې فعالیتونه او د ټولنې د ستونزو لپاره د عملي لارو چارو پلي کېدل د دې ناستې د جوړېدو مهمې موخې وې.

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر همغږي کوونکي محمد شمس فرمولي په دې اړه وویل: «اوس د ځوانو سفیرانو ټولنه دا فرصت لري، چې د مشرتابه او د شخړو د حل مهارتونه لوړ، د کار او کار زده کړې فرصتونه ترلاسه او د کاردان پوهنتون په استازیتوب د تلپاتې پراختیا اړوند په ملي او نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.»

دې پروګرام له ځوانو سفیرانو سره مرسته وکړه، چې د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا لپاره د ځوانو سفیرانو ټولنې له عملکرد او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته د لاسرسي په برخه کې د دې پوهنتون د ژمنتیا په اړه هر اړخیز مالومات ترلاسه کړي. د تلپاتې پراختیا لپاره د ځوانو سفیرانو ټولنه د کاردان پوهنتون د محصلینو لپاره یو بې ساری فرصت وړاندې کوي، چې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د ترلاسه کولو په برخه کې د پروګرامونو د طراحۍ، پلان جوړولو او پروژو د پلي کېدو په برخه کې خپل مهارتونه لوړ کړي.

د دې ټولنې فعالیتونه په دا ډول تنظیم شوي، چې د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا پروګرام پر لومړي هدف: د بې وزلۍ له مینځه وړل، څلورم هدف: باکیفیته زده کړې، اتم هدف: مناسب کار او اقتصادي وده او اوولسم هدف: د تلپاتې پراختیايي اهدافو لپاره ګډون باندې متمرکز وي او دا اهداف د پوهنتون او له هغه په لوړه کچه عملي کړي.

که تاسو هم په دې ټولنه کې د ګډون مینه وال یاست؟ نو لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: https://bit.ly/3gYFDT8