کاردان پوهنتون د دویم پرلپسې کال له‌پاره د چهارمغز ګرځنده کتاب‌تون مالي ملاتړ وکړ

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د هېواد له راتلونکي نسل څخه د ملاتړ او په ماشومانو او ځوانانو کې د کتاب‌لوستنې کلتور د ودې او پیاوړتیا په موخه د دویم پرلپسې کال له‌پاره له چهارمغز ګرځنده کتاب‌تون څخه مالي ملاتړ کوي.

په همدې تړاو د ۱۴۰۰ کال د غويي میاشتې په ۱۵مه، د کاردان پوهنتون د عمومي رییس رویین رحماني، د کاردان پوهنتون د اجراییه رییس میرویس نهضت، د چهار مغز کلتوري او خدماتي موسسې د رییسې فرشتې کریم او د دې کتابتون د مینه‌والو ماشومانو په حضور کې له یاد بنسټ سره د مالي ملاتړ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد کتابتون له مالي ملاتړ څخه د کاردان پوهنتون موخه بېلابېلو کتابونو ته د ماشومانو او ځوانانو لاسرسی او د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم او اتم هدف ته د رسېدو په برخه کې د کاردان پوهنتون ژمنتیا ښودل شوې ده.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني په کتابتون کې حاضرو ماشومانو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې تاسو د هېواد راتلونکی نسل یاست او د دې لپاره چې روښانه راتلونکی ولرئ او خپلو موخو ته ورسېږئ، تل باید کتاب ولولئ او په خپله پوهه کې ډېروالی راولئ. ښاغلي رحماني زیاته کړه: «د چهار مغز ګرځنده کتابتون فعالیتونه د ماشومانو او ځوانانو لپاره خورا ګټور دي او موږ خوښ یو، چې د دویم پرلپسې کال لپاره ترې مالي ملاتړ کوو.»

د چهار مغز کلتوري او خدماتي موسسې رییسې فرشتې کریم د هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال وویل، د ویاړ ځای دی، چې کاردان پوهنتون د یوه معتبر تحصیلي بنسټ په توګه خپل ټولنیز مسوولیت ادا او د دویم ځل لپاره یې له چهار مغز کتابتون څخه د مالي ملاتړ په کولو سره له هغو فعالیتونو چې د ټولنې په ځانګړي ډول د راتلونکي نسل په ګټه دي، ملاتړ کوي.

آغلې کریم زیاته کړه، د چهار مغز ګرځنده کتابتون د جوړېدو موخه کتابونو ته د ماشومانو لاسرسی دی، ځکه موږ وینو چې ډېری ماشومان کتابتون ته لاسرسی نلري او ښوونځي یې هم کتابتونونه نلري، په داسې حال کې چې هغوی اړتیا لري د ښوونځي د مضمونونو ترڅنګ له نصاب بهر کتابونه هم مطالعه کړي، څو له دې لارې یې د لیکلو او لوستلو او عمومي مالوماتو کچه لوړه شي.

د دې کتابتون یو تن لیدونکي رامین وویل: «نن ډېر خوښ یم چې چهارمغز کتابتون ته راغلی یم او ډېر ښه موضوعات مې زده کړل.» هغه زیاته کړه، چې زه هره ورځ منتظر یم چې دا کتابتون زموږ سیمې ته راشي او زه د کتابونو د لوستلو ترڅنګ پکې رسامي هم وکړم.

د فاطمې په نوم یوه بله کتاب لوستونکې وايي، چې د چهارمغز ګرځنده کتابتون د هرې اونۍ په یکشنبې او چهارشنبې د دوی سیمې ته ورځي او دا نژدې ۲۰ دقیقې مزل کوي، چې دې کتابتون ته ورشي او کتابونه ولولي. نوموړې زیاتوي، چې نه یوازې کتاب لولي بلکې بېلابېلې لوبې لکه ترانه ویل او له لغاتونو سره لوبې هم کوي، چې خورا په زړه پورې او ښه پیغامونه ترې زده کوي.

د چهارمغز ګرځنده کتابتون له تېرو دریو کلونو راهیسې د پنځو کتابتونونو په درلودلو سره په کابل ښار کې فعالیت کوي، چې په ورځني ډول ۱۰۰ ماشومان ترې لیدنه کوي او بېلابېل کتابونه لولي. کاردان پوهنتون دا دویم پرلپسې کال دی، چې د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو کلتور د ودې او پیاوړتیا او د هغوی د روښانه راتلونکي په موخه له دې کتابتون څخه مالي ملاتړ کوي.