کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیايي موخو د پیاوړتیا په موخه د افغانستان د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکې په ناسته کې ګډون وکړ

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر مسوول محمد شمس فورمولي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکې د غړیو په ناسته کې ګډون وکړ. په دې ناسته کې د بېلابېلو بنسټونو له هغې ډلې د لوړو زده کړو، څېړنیزو انستیتونو او دولتي آژانسونو استازو برخه اخیستې وه او په افغانستان کې د تلپاتې پراختیايي موخو د فعالیتونو او په دې برخه کې د ظرفیتونو د پېژندلو په تړاو بحث او خبرې اترې وکړې.

د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکې او د افغانستان د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکې استازیو د خپلو لیدلوریو، موخو، د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو او د تلپاتې پراختیا پر حل لارو بحث وکړ.

هغوی دغه راز څرګنده کړه، چې د دې شبکې غړي په افغانستان کې د تلپاتې پراختیايي موخو د پلي کېدو په برخه کې د هر ډول پروګرامونو عملي کېدو ته ژمن دي.

په ډله ییزو بحثونو کې هرې ډلې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو په برخه کې د تخصصي آسانتیاوو او د هغو په بنسټیز کېدو کې د دې بنسټونو د همکارۍ په تړاو مالومات وړاندې کړل. تر یو لړ بحثونو وروسته ټولو ډلو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو د پلي کېدو پر وړاندې ستونزې او ننګونې تشخیص او پېژندلې. هغوی هوکړه وکړه، چې له دې ننګونو سره د مقابلې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو ته د لاسرسي په برخه کې د افغانستان د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکې له غړیو سره همکاري وکړي.

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر په تړاو د نورو مالوماتو لپاره دا لینک کېکاږئ: https://kardan.edu.af/ps/sustainability/