کاردان پوهنتون د دویم پرلپسې کال لپاره د نړۍ د اغېز لرونکو پوهنتونونو په ډله کې راغی

د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه د هغو پوهنتونونو پایلې چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو د ترلاسه کولو او بنسټیز کېدو په برخه کې هلې ځلې کړې وي، اعلان کړې.

په دې پړاو کې د سیمې او نړۍ د معتبرو پوهنتونونو لکه آکسفورډ، سټنفورډ، هاروارډ او یو شمېر نورو په ګډون د نړۍ له ۹۸ هېوادونو څخه ۱۲۴۰ پوهنتونونو برخه اخیستې وه او د څېړنو، نظارت، پراختیا او د یادو موخو د روزنې له لارې د ملګرو ملتونو ۱۷ تلپاتې پراختیايي موخو ته د لاسرسي په برخه کې د خپلو فعالیتونو مستند راپور له دې بنسټ سره شریک کړ.

کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو د ۱۷ تلپاتې پراختیايي موخو چې د نړۍ د اغېزلرونکو پوهنتونونو د ارزونې بنسټیز معیار ګڼل کېږي، د څلورو موخو (لومړۍ موخه: د بې وزلۍ له مینځه وړل، څلورمه موخه: باکیفیته زده کړې، اتمه موخه: مناسب کار او اقتصادي پیاوړتیا او اوولسمه موخه: د تلپاتې پراختیايي موخو لپاره ګډون) په ترلاسه کولو کې د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره سیالي وکړه او ویې کولای شول، چې له ۶۰۱ تر ۸۰۰ ډلبندۍ کې شامل شي.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس او بنسټ ایښودونکي ښاغلي رویین رحماني په دې تړاو وویل: «د نړۍ د اغېز لرونکو پوهنتونونو په ډله کې د کاردان پوهنتون راتلل، د لوړو زده کړو په برخه کې د نړیوالو معیارنو د پلي کېدو لپاره د دې پوهنتون ښکاره ژمنتیا څرګندوي او دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو ته د لاسرسي په برخه کې د دې بنسټ رغنده ونډه په ډاګه کوي.»

د کاردان پوهنتون د ارزونې پایلې څرګندوي، چې دا پوهنتون د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو د لومړي هدف په درجه بندۍ کې چې د بې وزلۍ له مینځه وړل دی، د ۵۹۱ پوهنتونونو له مینځه له ۱۰۱ تر ۲۰۰ کټګوري کې راغلی دی. په همدې لړ کې کاردان پوهنتون د څلورم هدف (باکیفیته زده کړې) په درجه بندۍ کې د ۶۸۵ پوهنتونونو له مینځه له ۴۰۱ تر ۶۰۰ کټګوري کې راغلی، د اتم هدف (مناسب کار او اقتصادي پیاوړتیا) په درجه بندۍ کې د ۶۸۵ پوهنتونونو له مینځه له ۳۰۱ تر ۴۰۰ کټګورۍ او دغه راز د اوولسم هدف (د تلپاتي پراختیا لپاره ګډون) په درجه بندۍ کې له ۴۰۱ تر ۶۰۰ کټګورۍ کې ځای خپل کړی، چې په نړیواله کچه د کاردان پوهنتون د معتبر مقام څرګندونه کوي.

کاردان د افغانستان لومړنۍ پوهنتون دی، چې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو ته د لاسرسي په برخه کې د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ له لوري د دوه پرلپسې کلونو لپاره د نړۍ د اغېزلرونکو پوهنتونونو په ډله کې راځي. د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ په نړۍ کې د پوهنتونونو د درجه بندۍ تر ټولو لوړ بنسټ دی، چې هر کال د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیایي موخو ته د لاسرسي په برخه کې د پوهنتونونو د اغېز درلودلو له مخې د نړۍ معتبر پوهنتونونه تر ارزونې لاندې نیسي.

کاردان پوهنتون د دې پوهنتون په ټولو برخو کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو بنسټیز کېدو ته خپل ځان ژمن ګڼي او تل یې د څېړنو ترسره کولو، د یادو اهدافو په تړاو د محصلینو د روزنې، د دې موخو د لاسرسي څرنګوالی او د ۲۰۲۰ کال په لړ کې په کاردان پوهنتون کې د تلپاتې پراختیا دفتر او د تلپاتې پراختیايي موخو لپاره د ځوانو سفیرانو ټولنې رامنځ ته کول یې د پام وړ بېلګې دي.

د نړۍ د اغېز لرونکو پوهنتونونو د درجه بندۍ د لیدلو لپاره دا لینک https://bit.ly/3atcuLy کېکاږئ.