د محصلینو د بریا مرکز نندارتون جوړ شو

د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا مرکز د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۲۱مه، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د محصلینو د بریا مرکز نندارتون جوړ کړ. دا نندارتون د محصلینو لپاره د دې مرکز د فعالیتونو او خدمتونو د معرفي په تړاو پروان دو څانګه کې جوړ شوی و.

د کارموندنې خدمتونو دفتر، له فارغانو سره د اړیکو دفتر، د دې مرکز د آسانتیاوو او امکاناتو، د محصلینو ټولنو او راتلونکو پروګرامونو معرفي او له نصاب بهر فعالیتونو کې د محصلینو ګډون د دې نندارتون د جوړېدو بنسټیزې موخې ښودل شوې دي.

د محصلینو د ګډون او بریا دفتر مدیر اجمل نبي‌‌زاده په دې تړاو وویل: «د محصلینو د بریا مرکز نندارتون کې نويو کاردانیانو او د بېلابېلو تحصیلي څانګو محصلینو د دې مرکز د فعالیتونو او پروګرامونو په تړاو مالومات ترلاسه کړل. ټولو محصلینو ته دا انګېزه ورکړل شوه، چې د محصلینو په بېلابېلو ټولنو کې ګډون وکړي او د دې مرکز له جوړېدونکو ګټورو پروګرامونو څخه اغېزناکه ګټه واخلي.»

په ورته مهال، د تجارت ادارې ډیپارټمنټ یو تن نوي شامل شوي محصل ابرار محمد صادق وویل: «په نني نندارتون کې مو د محصلینو د بریا مرکز د بېلابېلو برخو په تړاو مالومات ترلاسه کړل. د دې ترڅنګ مو د کارموندنې خدمتونو دفتر په اړه هم معلومات وموندل او خوښ یو چې کاردان پوهنتون د خپلو محصلینو لپاره دا ډول فرصتونه برابر کړي، څو په خپلو اړوندو تحصیلي څانګو کې د کار خاوندان شي.»

حسینا قادري چې د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ نوې محصله ده، د دې نندارتون له جوړېدو خوښه ده او هرکلی یې کوي. نوموړې له دې امله چې محصلینو ته د دې مرکز په تړاو هر اړخیز مالومات وړاندې شول دا یو ګټور پروګرام بولي. هغې زیاته کړه، دا واقعا یو عالي نوښت دی، چې کاردان پوهنتون د خپلو محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې ټولنې رامنځ ته کړي، څو موږ وکولای شو د دې ټولنو غړي شو او د خپلو علمي او عملي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه د کاردان پوهنتون له نصاب بهر پروګرامونو څخه برخمن شو.»

د دې ترڅنګ، د لوبو او تفریح په موخه د محصلینو ترمنځ بېلابېل ذهني پروګرامونه هم جوړ شول. دا پروګرام د دې سبب شو، چې محصلین له نصاب بهر فعالیتونو په تړاو مالومات ترلاسه کړي او څه باندې ۱۰۰ محصلین د کاردان پوهنتون د بېلابېلو ټولنو غړي شي.

کاردان پوهنتون اوسمهال د محصلینو ۱۹ بېلابېلې ټولنې لري، چې د هغوی د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې کار او فعالیت کوي.