د کاردان پوهنتون په نوښت په افغانستان کې د لوړو زده کړو د پراختیا کلنی کنفرانس جوړ شو

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۹مه یې افغانستان کې د لوړو زده کړو د پراختیا کلنی کنفرانس چې د کانکور آزموینې پر اصلاحاتو یې تمرکز درلود جوړ کړ. په دې کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر، د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ډاکتر حمیدالله فاروقي، د کاردان پوهنتون عمومي رییس رویین رحماني، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور عثمان بابري، کورنیو او بهرنیو څېړونکو، د کاردان پوهنتون سټراتیژیکو همکارانو، استادانو، فارغانو او محصلینو برخه اخیستې وه.

دا کنفرانس په کانکور آزموینه کې د اصلاحاتو د راوستلو، د څېړنو د ترسره کولو له لارې د افغانستان د لوړو زده کړو نظام پراختیا، د لوړو زده کړو د پراختیا اړوند پالیسیو باندې د بحث کولو فرصتونه د رامنځ ته کېدو او له وروستۍ تحصیلي ټکنالوژۍ څخه په ګټنې د لوړو زده کړو سکټور کې د نوښتونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی و. په دې کنفرانس کې د دې ترڅنګ چې د کاردان پوهنتون د لوړو زده کړو د پراختیا مرکز پرانېسته وشوه، د کانکور آزموینې او لوړو زده کړو د پراختیا په اړه ځانګړی بحث وشو او د کاردان پوهنتون د کورنیو او بهرنیو څېړونکو له لوري د کانکور آزموینې د اصلاحاتو په تړاو پنځه څېړنیزې رسالې وړاندې او موندنې یې له ګډونوالو سره شریکې شوې.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني په دې کنفرانس کې وویل: «لوړې زده کړې د یوې ټولنې بنسټ جوړوي او په هېواد کې د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري نظامونو د ودې او پراختیا تضمین کوي.» ښاغلي رحماني زیاته کړه، په هېواد کې د لوړو زده کړو تلپاتې پراختیا د خلکو له اړینو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي او له همدې امله باید د یوه ځلانده لوړو زده کړو سکټور د درلودلو په موخه په کانکور آزموینه کې پراخ او بنسټیز اصلاحات راوړل شي.

په ورته مهال، د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر د خپلو خبرو په پیل کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو د پراختیا کلني کنفرانس او په کاردان پوهنتون کې د لوړو زده کړو د پراختیا مرکز د جوړېدو له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه او قدردانی وکړ. هغه وویل: «کاردان پوهنتون په هېواد کې د لوړو زده کړو سکټور او کانکور آزموینې ته له اکاډمیک نظره ګوري. دا پوهنتون تل د اغېزناکو لارو چارو په لټه کې دی او هر وخت له لوړو زده کړو وزارت سره له یوې نوې طرحې سره چمتو وي. دا کنفرانس هم د لوړو زده کړو په سکټور کې د اصلاحاتو لپاره د دې پوهنتون د ژمنتیا ښکارندويي کوي.»

ښاغلي بصیر د خپلو خبرو پر دوام وویل: «د یوه باکیفیته تحصیلي نظام د درلودلو لپاره باید پر بنسټیزو محورونو لکه د لوړو زده کړو سکټور د هغو خلکو زیاتوالی چې دې برخې ته لاسرسی لري، په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د تدریس کیفیت لوړولو او د علم او پوهې پر تولیدولو ځانګړی تمرکز وشي، ځکه د ټولنې د هر سکټور وده د لوړو زده کړو سکټور له لوري مشخص او تضمینېږي.»

د دې ترڅنګ د لوړو زده کړو وزیر، د افغانستان د لوړو زده کړو دقیق مدیریت، د الکترونیکي تدریس مدیریت (آنلاین)، د نویو روزنیزو مکانیزمونو رامنځته کول، په کانکور آزموینه کې د اصلاحاتو راوستل او د لوړو زده کړو وزارت د داخلي طرزالعملونو جوړول یې د دې وزارت له راتلونکو پلانونو څخه یاد کړل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ډاکتر حمیدالله فاروقي د لوړو زده کړو د رول او په دولتي او خصوصي بنسټونو کې د لوړو زده کړو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې د دولتي او خصوصي پانګونه له اهمیت ډکه وبلله. ښاغلي فاروقي وویل: «هیله لرم ننی کنفرانس چې د کاردان پوهنتون له لوري جوړ شوی، یو ښه پیل واوسي ترڅو وکولای شو په هېواد کې لا نورې څېړنې ترسره او په نړیواله کچه د پام وړ رول ولرو.»

د کنفرانس په دوام، د کاردان پوهنتون د عمومي رییس رویین رحماني، د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د آزموینو ملي ادارې د رییس پوهاند عبدالقدیر خموش، د کاردان پوهنتون د استادې ډاکتر پروین رای او د دې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د رییس ډاکتر احمد خالد حاتم په ګډون د کانکور آزموینې د اصلاحاتو او په هېواد کې د لوړو زده کړو سکټور د پراختیا په تړاو د ګردي مېز بحث هم وشو. د بحث په پای کې د کاردان پوهنتون د لوړو زده کړو د پراختیا مرکز د دې پوهنتون د رییس ښاغلي رویین رحماني او د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستیال نوراحمد دروېش له لوري رسماً پرانېستل شو.

د کنفرانس په پای کې د کورنیو او بهرنیو څېړونکو پنځه څېړنیزې رسالې، چې په افغانستان کې د کانکور آزموینې د مطالعې، په کانکور آزموینه کې له ډیجیټالي ټکنالوژي څخه ګټه اخیستل، په کابل ښار کې د کانکور آزموینې مطالعه او اقتصادي اغېز، په افغانستان کې د کانکور آزموینې ننګونې او لارې چارې او د کانکور آزموینې د حقوقي ننګونو ارزونې په تړاو لیکل شوي، وړاندې او موندنې یې له ګډونوالو سره شریکې شوې.

د څېړنیزو رسالو له وړاندې کولو وروسته د هغوی څېړونکو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول. کاردان پوهنتون په پام کې لري، چې هر کال یو ځل په افغانستان کې د لوړو زده کړو د پراختیا کلنی کنفرانس جوړ کړي، څو له دې لارې په هېواد کې د لوړو زده کړو پراختیا ته زمینه برابره شي.