د کاردان پوهنتون د عکاسۍ ټولنې علمي سیر

د کاردان پوهنتون د عکاسۍ ټولنې غړیو د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې په ۲۳مه، د یوه علمي سیر په ترڅ کې د سلا مشورو خدمتونو له شرکت Dynamic Visionڅخه لیدنه وکړه. د دې علمي سیر موخه د عکاسۍ له وسایلو او مهارتونو سره د محصلینو آشنايي وه.

د Dynamic Vision شرکت مسوولینو د کاردان پوهنتون محصلینو ته د عکاسۍ د لارو چارو او د عکس اخیستلو څرنګوالي په تړاو مهم مالومات ورکړل.

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ محصل خاور محمدي په دې اړه وویل: «د نویو تصویرونو د اخیستلو لپاره نوې منظرې نه بلکې دید مهم دی. دا ډول علمي سیرونه له موږ سره مرسته کوي، چې پراخ دید پیدا کړو او د عکاسۍ له مهارتونو سره بلدتیا ومومو. له ډینامیک ويژن شرکت څخه لیدنه هم یوه ښه تجربه وه او وتوانېدو چې نوي او مهم موضوعات زده کړو.»

په دې علمي سیر کې د کاردان پوهنتون د عکاسۍ ټولنې غړیو د یاد شرکت د عکاسۍ او تصویر اخیستلو له نویو وسایلو څخه لیدنه وکړه او د حرفوي عکاسۍ په تړاو یې اړین مالومات ترلاسه کړل.

د تجارت ادارې ډیپارټمنټ محصله نازنین محمدي بیا وايي: «دا علمي سیر زموږ لپاره ډېر ګټور تمام شو. له کاردان پوهنتون څخه مننه کوم چې زموږ محصلینو لپاره یې د تجربې د ترلاسه کولو او نویو موضوعاتو د زده کولو په موخه دا روزنیز فرصت برابر کړ او هیله منه یم، چې په راتلونکي کې هم ورته پروګرامونه جوړ شي.»

د لیدنې په پای کې د یاد شرکت رییس عبدالاحسان مهمند د شرکتونو د بریالیتوب او په کاربازار کې د سوداګرۍ د موجودو فرصتونو په اړه ځانګړې وینا وړاندې کړه.

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې د محصلینو د علمي ظرفیتونو د لوړولو په موخه ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، څو د نظري زده کړو ترڅنګ محصلین وکولای شي عملي زده کړې هم ترسره کړي.