د اقتصاد پوهنځي رییس د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو نړیوالې شبکې په آنلاین ناسته کې برخه واخیسته

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکتر عبدالمعز میرزاده د پنجشنبې په ورځ (۱۴ کب ۱۳۹۹) د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو نړیوالو شبکې (GBSN) په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ. د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو د نړیوالې شبکې د دې ځانګړې ناستې بنسټیزه موخه له پولو هاخوا همکارۍ وې، چې تر ټولو ډېر تمرکز یې له لویو نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره د ټولنې دخیل کول و.

دې ناستې، په مخ پر ودې هېوادونو کې د مدیریت او سوداګرۍ زده کړو د ښه والي په برخه کې د یادې نړیوالې شبکې د غړیو لپاره د فعال ګډون زمینه برابره کړه. په دې پروګرام کې بحث شوي مسایل د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د آنلاین زده کړو او نویو ټوکېدلو سوداګریو په تړاو د دې شبکې د غړیو له نظریو سره ورته وو.

ښاغلي میرزاده د دې ناستې په اړه وویل: «افغان روڼ‌اندي باید هڅه وکړي، چې په دا ډول پروګرامونو کې ګډون وکړي او د هغو له تجربو څخه په خپله ټولنه کې ګټه واخلي.»

کاردان پوهنتون د افغانستان یوازینی پوهنتون دی، چې د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو د نړیوالې شبکې، چې یو غیر انتفاعي بنسټ دی، غړیتوب لري. دا بنسټ مخ پر ودې هېوادونو کې د سیمه ییزو زده کړو د مدیریت او کیفیت د لوړاوي پر مټ د مدیرانو، متشبیثینو او رهبرانو اړتیاوې مشخصوي او په دې برخه کې مرسته او همکاري کوي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د دې پوهنتون د سټراتیژیکو اړیکو د دفتر په همکارۍ هڅه کوي، چې د پېژندل شویو تجاري شبکو غړیتوب ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ له پوهنتون سره مرسته کوي، چې له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیک په موخه هر اړخیز پلانونه، چې د دې پوهنتون ټولې تحصیلي څانګې په بر کې نیسي، طرحه کړي.

اوسمهال د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د لیسانس او ماسټرۍ تحصیلي څانګو د امریکا د علمي اعتبار ورکولو له نړیوال بنسټ (IACBE) خپل علمي اعتبارونه ترلاسه کړي دي.