د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر کانکور آزموینه واخیستل شوه

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د روان ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې په ۲۲مه یې د ۱۴۰۰ لمریز کال د پسرلني سمسټر کانکور آزموینه واخیسته. دا آزموینه د لیسانس او ماسټري د ګڼ شمېر مینه‌والو په ګډون د دې پوهنتون د تایمني او پروان دو څانګه کې واخیستل شوه.

د لیسانس پروګرامونو کانکور آزموینه د تایمني او د ماسټري پروګرامونو آزموینه په پروان دو څانګه کې واخیستل شوه، چې ډېر شمېر کسانو په بېلابېلو تحصیلي پروګرامونو کې نوم لیکنه کړې وه او په کانکور آزموینه کې ګډون وکړ.

د کانکور آزموینې پایلې د همغې ورځې په ماسپښین اعلان شوې، چې د کاردان پوهنتون په ویب‌سایټ کې د لاس‌رسي وړ دي او غوښتونکي کولای شي د خپلې آی.ډي او زېږ کال په مرسته یې لاندې لینک کې وګوري: https://bit.ly/38AzqYB

موږ ټولو هغو غوښتونکو ته چې د کانکور آزموینه یې په بریالیتوب ترسره کړې او د خپلې خوښې وړ تحصیلي څانګو ته بریالي شوي مبارکي وايو او د لازیاتو بریالیتوبونو هیله ورته کوو.

د دې ترڅنګ، هغه غوښتونکي چې د کانکور آزموینې په لومړي پړاو کې ګډون ونشو کړای، کولای شي په متفرقه آزموینه کې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې په پنځمه ماسپښین ۱:۳۰ بجه پروان دو څانګه کې اخیستل کېږي، ګډون وکړي.