برکت خان صهبا د فبروري میاشتې غوره کتاب‌لوستونکی شو

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د ماسټرۍ محصل برکت خان صهبا د میاشتې د غوره کتاب‌لوستونکي لقب په ګټلو سره د کاردان کتابتون (VIP) کارټ ترلاسه کړ، چې له مخې به یې د دې کتابتون ټولو سرچینو ته لاسرسی ولري.

نوموړي د ۲۰۲۱ کال په فبروري میاشت کې دا پنځه کتابونه (Management: A Functional Approach, Rules of Thumb for Business Writers, Organizational Behavior, Office Management, and The Power of Positive Thinking) لوستي وو.

ښاغلی صهبا یو زیارکښ او غوره محصل دی، چې خپل ډېر وخت او انرژي د کتاب لوستلو ته ځانګړې کوي او غواړي د کاردان کتابتون له سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره خپله د پوهاوي کچه لوړه کړي.

د کاردان کتابتون له (VIP) کارټ ترلاسه کولو سره به نوموړی د کتابتون ټولو سرچینو ته لاسرسی ولري، له کوم لګښت پرته به پرنټ او کاپي کوي، د ۳۰ ورځو له پاره به پنځه کتابونه پور اخلي او د کاري ساعتونو پر مهال به هر وخت د مباحثې له خونې په نامحدود ډول ګټه اخلي. د دې ترڅنګ به هغه د دې فرصت ولري، چې د کتابتون په ملي او نړیوالو پروګرامونو کې برخه واخلي.

ښاغلي صهبا د دې لقب له ګټلو وروسته وویل: «تر ټولو مخکې ویاړم، چې د یوې رقابتي پروسې پر بنسټ د میاشتې د غوره لوستونکي په توګه ټاکل شوی یم. په حقیقت کې کتاب لوستل نه یوازې د انسان شخصي ژوند بلکې حرفوي ژوند ته هم بدلون ورکولای شي. د کاردان پوهنتون له کتابتون څخه مننه کوم، چې د محصلینو له پاره یې عالي خدمتونه برابر کړي دي.»

د میاشتې غوره لوستونکی د کاردان پوهنتون د کتابتون یو ځانګړی پروګرام دی، چې له مخې یې هغه محصلین پېژندل کېږي، چې د کتابتون په فعالیتونو کې په فعالانه ډول برخه اخلي او د یوې میاشتې په ترڅ کې تر پنځو کتابونه لولي. د میاشتې غوره لوستونکی هره میاشت د رسمي نومونې او غوراوي پروسې له لارې ټاکل کېږي.

د کاردان پوهنتون کتابتون محصلین هڅوي، چې د دې کتابتون له بېلابېلو چاپي، آنلاین، الکترونیکي او خطي نسخو څخه ګټه واخلي. دې کتابتون د محصلینو د ګروپي کارونو او کتاب لوستلو لپاره آرام او خوندي چاپېریال برابر کړی او د دې ترڅنګ له کمپیوټر څخه د ګټې اخیستلو او څېړنو آسانتیاوې هم لري.

د کاردان کتابتون د فعالیتونو او آسانتیاوو په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: https://kardan.edu.af/Success-Center/kardan_library.aspx.