له کاردان پوهنتون سره د عزیزي بانک د دوامدارو همکاریو ستاینه وشوه

کاردان پوهنتون د دوشنبې په ورځ ( ۱۱ کب ۱۳۹۹) د یوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې له عزیزي بانک څخه د دې پوهنتون محصلینو او فارغانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو له امله قدردانی وکړ. دا پروګرام د کاردان پوهنتون د اجراییه رییس میرویس نهضت، د عزیزي بانک د عامل پلاوي د مرستیال محمد سلیم حبیبي، د دې بانک د بېلابېلو برخو د کارکوونکو او د کاردان پوهنتون د محصلینو او فارغانو چې په ورته وخت کې د یاد بانک کارکوونکي دي، جوړ شوی و.

د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت په دې پروګرام کې وویل: «خوښ یو، چې له عزیزي بانک سره ډېرې ښې دوې اړخیزې همکارۍ لرو. عزیزي بانک زموږ د نورو ملي همکارنو په مینځ کې یو ځانګړی ځای لري. د ځوان نسل په ځانګړي ډول د کاردان پوهنتون د محصلینو او فارغانو لپاره یې د هڅو او خدمتونو ستاینه کوو.»

ښاغلي نهضت زیاته کړه، د ډېر ویاړ ځای دی، چې زموږ محصلین او فارغان د دې بانک په مشرتابه او نورو برخو کې کار کوي او د نورو ځوانانو لپاره ښې او الهام بښونکې الګوګانې دي.

د عزیزي بانک د عامل پلاوي مرستیال محمد سلیم حبیبي بیا په دې پروګرام کې وویل: «له کاردان پوهنتون څخه مننه کوو، چې ځوانانو ته په ملي او نړیوالو معیارنو برابر تحصیلي خدمتونه وړاندې کوي او د هغوی لپاره یې اکاډمیک چاپېریال برابر کړی دی. خوښ یو چې نن ستاسو ترڅنګ یو او له تاسو سره دومداره همکاري لرو. موږ تل هڅه کړې، چې له کاردان پوهنتون سره ښې کاري اړیکې ولرو او یو ځای د افغانستان ملت ته خدمت وکړو.»

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر مدیر محمد امین حکیمي هم د کاردان پوهنتون محصلینو او فارغانو ته د کار او کار زده کړې فرصتونو د برابرولو، علمي سیرونو او له محصلینو سره په مالي او بانکې برخو کې د پای لیک په لیکولو کې د مرستې او همکارۍ له امله له عزیزي بانک څخه مننه او قدردانی وکړ.

د پروګرام په لړ کې د کاردان پوهنتون محصلینو او فارغانو خپلې تجربې چې له دې پوهنتون څخه یې درلودلې، هم له ګډونوالو سره شریکې کړې‎.

د عزیزي بانک د عواېدو رییس او د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د ماسټرۍ محصل میرویس شیرزاد په دې اړه وویل: «هغه موضوعات مو چې په کاردان پوهنتون کې د ماسټرۍ پرمهال زده کړل پر کاري ژوند مې خورا اغېز او په چارو کې یې را سره مرسته وکړه، حتی تر دې چې د کرنتین پرمهال درسونه په آنلاین بڼه و او په دې موده کې مو ډېر څه زده کړل.»

کاردان پوهنتون په ډېر ویاړ د عزیزي بانک د دوامدارو مرستو قدردانی کوي او دا بنسټ له خپلو مهمو سټراټیژیکو شریکانو څخه ګڼي. په ۲۰۱۵ کال کې دې پوهنتون د یاد بانک په مرسته په خپله ماسټرۍ څانګه کې یو ډیجیټلي کتابتون جوړ کړ، چې له همغه راهیسې یې له محصلینو سره په عملي کارونو او د څېړنو په ترسره کولو کې د پام وړ مرسته کړې ده.

عزیزي بانک په افغانستان کې د بانکي بنسټونو یوه غوره بېلګه ده، چې په بېلابېلو وختونو کې د کاردان پوهنتون هغو محصلینو ته چې په بانکي سکټور او بانکوالۍ کې خپل مونوګرافونه لیکي د څېړنو د ترسره کولو آسانتیاوې برابرې کړې دي. دې بنسټ د دې ترڅنګ، د تېر کال په لړ کې د کاردان پوهنتون ګڼ شمېر محصلینو ته د علمي سیرونو او کارموندنې فرصتونه برابر کړي دي.

د پروګرام په پای کې د کاردان پوهنتون د اجراییه رییس له لوري د یاد بانک مرستیال ښاغلي محمد سلیم حبیبي ته د اغېزناکو همکاریو له امله ستاینلیک ورکړل شو. دواړو بنسټونو دغه راز، د لوړو زده کړو او کاري خدمتونو په برخه کې د دوامدارو ګډو همکاریو پر درلودلو هم ټینګار وکړ.

د ویلو وړ ده، چې عزیزي بانک په تېر ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د کاردان پوهنتون څه باندې ۷۰ تنو محصلینو او فارغانو ته کاري فرصتونه برابر کړي وو، چې له همدې امله یې دا پوهنتون د زړه له کومې مننه او قدردانی کوي.