د حقوقو پوهنځي محصلینو د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون څخه لیدنه وکړه

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي یو شمېر محصلینو د ۱۳۹۸ کال د لړم په ۸ مه د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې محصلینو ته د یاد کمېسیون د فعالیتونو او په هېواد کې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې د دې بنسټ د پروګرامونو په تړاو هر اړخیز مالومات ورکړل شول.

د کاردان پوهنتون د حقوقو تحصیلي څانګې آمر خواجه جمشېد صدیقي چې په دې لیدنه کې له محصلینو سره مل و، وايي:« بشري پوهه په نظري او عملي ډولونو تکامل مومي. محصلین د علمي سیر پر مټ د ادارو او بنسټونو له فعالیتونو څخه خبریږي او د مالوماتو او پوهې کچه یې لوړېږي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکو د کاردان پوهنتون د محصلینو تود هرکلی وکړ، ویې ویل:« د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دروازه تل د محصلینو پرمخ پرانېستې ده. دوی کولای شي له نژدې زموږ د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه مالومات پیدا کړي.»

په دې لیدنه کې د حقوقو څانګې ګڼ شمېر محصلینو د کمېسیون د بېلابېلو برخو پر لیدنې سربېره په هغه غونډه کې هم ګډون وکړ، چې د دې بنسټ د اهدافو، تشکیلاتو او فعالیتونو په اړه جوړه شوې وه.

ښاغلي صدیقي د لیدنې په پای کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د دوو اړخیزو همکاریو پر دوام هم ټینګار وکړ.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د بشر حقوقو د ملاتړ او رعایت په موخه د بُن هوکړه لیک پر بنسټ په ۱۳۸۱ کال کې رامنځ ته شوی. له هغه وروسته چې د افغانستان اساسي قانون تصویب شو دا کمېسیون د بشر حقونو د رعایت پر څرنګوالي د مسوول ناظر بنسټ په توګه وپېژندل شو. د هېواد د اساسي قانون د ۵۸ مادې پر بنسټ هر څوک کولای شي د بشري حقونو د نقض په تړاو دې کمېسیون ته شکایت وکړي او دا کمېسیون هم د هغوی د حقونو د دفاع په برخه کې مرسته او همکاري کوي.

د حقوقو څانګې یادو محصلینو د دا ډول پروګرامونو جوړول د محصلینو د حقوقي مالومات د ډېروالي په برخه کې یو اړین ګام وباله او د هغه پر دوام یې ټینګار وکړ.