خبرونه

کور / خبرونه

د کاردان پوهنتون او افغانستان کرکټ بورډ ترمنځ د همکاريو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کاردان پوهنتون او د افغانستان کرکټ بورډ ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو دوه هوکړه لیکونه د کاردان پوهنتون د عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني او د افغانستان کرکټ بورډ د اجرایوي رییس لطف الله ستانکزي ترمنځ د روانې لړم میاشتې په پنځمه نېټه لاسلیک شول.

د یادو هوکړه لیکونو پر بنسټ کاردان پوهنتون له ویسټ انډیز سره د دریو شل اوریزه سياليو د افغان لوبغاړو د لباس عمومي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل او د دې ترڅنګ کاردان پوهنتون د کرکټ بورډ کارکوونکو ته د تحصیلي فرصتونو د برابرولو ژمنه هم وکړه.

د لومړي هوکړه لیک له مخې به کاردان پوهنتون په را روانه نومبر میاشت کې له ویسټ انډیز سره د دریو شل اوریزو سياليو د ملي لوبډلې د لباس عمومي لګښت پر غاړه ولري.

د دې ترڅنګ، کاردان پوهنتون د دویم هوکړه لیک پر بنسټ ژمن شو، چې د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو ته د ماسټرۍ، لیسانس او انګلیسي ژبې پروګرامونو کې ځانګړې سلنه تخفیف ورکوي او ترڅنګ به یې په بېلابېلو برخو کې لنډمهالي روزنیز کورسونه هم جوړوي.

د کاردان پوهنتون بنسټ ایښودنکي او عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د کرکټ ملي لوبډلې د ملاتړ په موخه له لاسلیک شویو هوکړه لیکونو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به هم د کرکټ لوبو ملاتړ وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د کرکټ بورډ کارکوونکو او دغه راز د کرکټ لوبغاړو ته به په کاردان پوهنتون کې د هر ډول لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو آسانتیاوې برابرې کړي.

د کرکټ بورډ اجرایوي رییس ښاغلي لطف الله ستانکزي هم له یوې علمي ادارې سره د دوه اړخیزو همکاریو له هوکړې خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې له خپلو همکارو ادارو سره به یې همکاري اوږدمهاله وي.

له کرکټ بورډ سره د شویو هوکړه لیکونو پر بنسټ به دا اداره د کاردان پوهنتون محصلینو ته د تخنیکي کرکټ زده کړې ترڅنګ، د دې پوهنتون غوره محصلینو ته په کرکټ بورډ کې د کار زده کړې زمینه هم برابروي.

د ویلو وړ ده، چې کاردان پوهنتون د کرکټ پیاوړې لوبډله لري او موده وړاندې یې د خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د کرکټ سیالیو اتلولي هم وګټله کړه.


شریک یي کړئ


اړوند موضوعات

بورسیې او مالي مرستې د کارموندنې خدمتونه د محصلینو ګډون او د پروګرامونو جوړول جندر او له فارغانو سره اړیکې په اداره او تجارت کې ماسټري په نړیوالو اړیکو کې ماسټري اداره او تجارت کې لیسانس اقتصاد کې لیسانس کمپیوټر ساینس کې لیسانس سېول انجنیرۍ کې لیسانس په سیاسي علومو کې لیسانس حقـــوقو کې لیسانس ژورنالیزم کې لیسانس