د تلپاتې سوداګرۍ سیالۍ دویم پړاو جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په اتمه «د نویو سوداګریو پانګونه: تلپاتې سوداګري» سیالۍ د دویم پړاو کوربه و. د سیالۍ په دې پړاو کې سوداګرو محصلینو ته لارښوونه وشوه، چې پانګه اچوونکو ته د خپلو پروګرامونو پر وړاندې کولو لا ډېر کار وکړي.

په دې سیالۍ کې د کاردان پوهنتون ۱۹ محصلینو د نویو سوداګریو د اتو طرحو په استازیتوب د خپلو پروګرامونو د لا ښه والي او د پانګه اچونکو پوښتنو ته د ښه ځواب ویلو په موخه د استادانو او ژوري پلاوي اړینې سلا مشورې ترلاسه کړې.

په دې پروګرام کې هرې ډلې ته موکه ورکړل شوه، چې خپلې طرحې ژوري پلاوي ته وړاندې کړې. د بلوم افغانستان شرکت مرستیال چارلس لي، د تجارت ادارې آمر فواد عاصم، د اقتصاد پوهنځي استادان دادالله حیدري او جوهر مسعودي د ژوري پلاوي برخه وو. ژوري پلاوي د اتو وړاندې شویو طرحو له ډلې پنځه غوره هغه وټاکلې، څو د پلاوي د نظریو له ترلاسه کولو وروسته یو ځل بیا خپل پروګرامونه وړاندې او داوران وکولای شي له دې ډلې درې غوره طرحې وټاکي.

د سیالۍ دا پړاو وروستی پروګرام و، چې د بلوم افغانستان او کاردان پوهنتون له لوري په ګډه جوړ شو، څو محصلین وکولای په وروستي پړاو کې خپلې سوداګریزې طرحې په حضوري ډول پانګه اچوونکو ته وړاندې کړي.

د دا ډول ورکشاپونو جوړول محصلین پر دې بریالي کوي، چې د تجارت ادارې د لیسانس او ماسټري دورې له زده کړیو درسونو څخه د یوې وړې سوداګرۍ د پیل لپاره ګټه واخلي. هغه محصلین چې د سیالۍ په وروستي پړاو کې ټاکل کېږي د پانګونې لپاره پیسې ترلاسه کوي، څو وکولای شي له دې لارې نوی تجارت پیل کړي.

کاردان پوهنتون د دا ډول پروګرامونو د جوړولو پرمټ د محصلینو د عملي وړتیاوو د لوړولو په لټه کې دی او ژمن دی، چې له دې لارې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول د اتم او نهم هدف بنسټیز کېدو ته لاره هواره کړي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://bit.ly/3qeMPMs